د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې وسله والو یو ديني عالم وژلی دی


پولیس وايي، پېښه د پېښور په فقیر اباد کې شوې ده.
پولیس وايي، پېښه د پېښور په فقیر اباد کې شوې ده.

پوليس وايي، وسله والو په پېښور کې یو دیني عالم ویشتلی دی.

د پېښور د پولیسو یوه چارواکي عالمزېب خان د جنورۍ پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل، دیني عالم شیخ عبدالحميد د جنورۍ پر ۱۶مه ماخوستن مهال په فقیراباد کې له مدرسې کور ته پر لار وو چې موټر سايکل سپرو وسله والو ورباندې ډزې وکړې.

ده وویل، په برید کې د شیخ عبدالحميد ورور شیخ محمد ژوبل دی.

د نوموړي په وینا بریدګر تښتېدلي دي، د پېښې مقدمه یې کښلې او پلټنې يې پيل کړې دي.

پوليسو دا نه دي ويلي چې حمله د ذاتي دښمنۍ په وجه شوې که تر شا يې بله وجه ده.

د حملې ذمه واري هم چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG