د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټې او غوڅکۍ زیارت ته سېلانیان ورمات شوي دي


غوڅکۍ زیارت
غوڅکۍ زیارت

په دا ورستیو کې د بلوچستان په شمالي برخو کې د وارو تر اورېدو وروسته د کراچۍ او سیند په ګډون د هېواد له نورو برخو ډېری سېلانیانو د بلوچستان مرکز کوټې ته مخه کړې چې د اوبښتو په ځنګلونو سمسور د غوڅکۍ زیارت سېل وکړي.

هلته تللي ډېری سېلانیان د ځايي خلکو له مېلمه پالنې خوشاله دي. په دوی کې یو هم د ډېره غازي خان محمد ارشد اقبال دی چې لومړی یې د مري سېلانۍ سیمې ته د تلو تکل کړی وو خو دلته ورته یوه خپلوان بلنه ورکړې وه چې کوټې ته وراشه. له مشال رېډیو سره په خبرو کې نوموړي وویل چې د زیارت او کوټې په ګډون د بلوچستان ډېرې سیمې د کتلو وړ دي.

د کراچې عمر فاروق هم له خپلې کورنۍ سره یوځای د زیارت په سېل تللی دی. دی زیاتوي چې دلته د خوراک څښاک شیان هم ارزانه دي او د هوټل کرایې هم ګرانې نه دي.

نوموړی وايي: "ماخپل ماشومانو ته وویل چې کوټي او زیارت ته به ځو خو دوی مري ته د تلو په تمه وو او ځینو ویل چې تر زیارت وروسته به مري ته ولاړ شو خو دلته تر راتلو پس مو مري ته تګ پرېښوی."

د سږني کال په لومړۍ میاشت کې د یخني برسېره په لوی شمېر کې سېلانیان کوټي ته ورمات شوي دي او له ځان سره په سوغات کې له دې ځایه وچه مېوه او نور شیان وړي.

د کوټې هنه جهیل
د کوټې هنه جهیل

د کوټي پر باچاخان چوک د تودو جامو پلورولو یو دکاندار عیسا خان وايي، چې دوی تل له سېلانیانو سره ښه چلند کوي او د دې لپاره یې کوي چې بیا بیا دلته راشي. نوموړي زیاتوي: "سېلانیان خو دلته د یوڅو شپو تېرولو لپاره راځي نو موږ ته پکار ده چې و یې نازوو. دوی چې ولاړ شي نو ۵۰ نور کسان خبروي نو زموږ لپاره دوی د روزۍ ذریعه ده، موږ دوی نه خپه کوو."

شمس الله چې د بلدیې پلازې تر شا یې د وچې مېوې دکان دی، وايي، دوی پر سېلانیانو تر ټولو ښه مېوه پلوري. د دوی هر ډول خدمت کوي.

دغه ډول د کوټې ښار پر هوټلانو هم نن سبا د سېلانیانو ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده او کله نا کله خو ګرسره پکې خونه نه موندل کېږي. د کوټې په کندهاري بازارکې د یوه هوټل خاوند صدام آغا وايي، که سېلانیان وي یا د خپلو سیمو خلک وي، دوی له ټولو یوډول کرایه اخلي.

شمالي او جنوبي وزیرستان ته سېلانیان ورمات شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:14 0:00

یاده دې وي چې تېره اوونۍ په غوڅکي زیارت کې د واورې تر اورېدو وروسته د کراچۍ په ګډون د سیند او خیبر پښتونخوا سېلانیان زیات شوي دي او د زیاتې ګڼې ګوڼې له لاسه یې ځینې له ستونزو سره مخامخ شوي دي.

دې ته په کتو د بلوچستان چیف سیکرېټري د زیارت دوره کړې او هلته یې نه یوازې د هوټلانو نرخنامه لګولې بلکې ضلعي چارواکو ته یې امر کړی چې ټول سرکاري مېلمستونونه (ریسټ هاوسونه) دې د سیلانیانو لپاره خلاص وساتي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG