د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګوادر کې لسګونه زره کسانو د 'خپلو حقونو' لپاره مظاهره وکړه


لاریون کوونکي د ښار د بېلابېلو څنډو نه په راتېرېدو د ګوادر مرکزي څلور لارې ته ورسېدل او بیا لاریون پر مظاهرې بدل شو.
لاریون کوونکي د ښار د بېلابېلو څنډو نه په راتېرېدو د ګوادر مرکزي څلور لارې ته ورسېدل او بیا لاریون پر مظاهرې بدل شو.

د بلوچستان په ساحلي ښار ګوادر کې، لسګونه زرو خلکو، د ډېسېمبر پر ۱۰مه د یوې لویې مظاهرې او لاریون پر مهال له حکومته د خپلو حقونو غوښتنه وکړه. په دې مظاهره کې مېرمنو او ماشومانو هم په زیات شمېر کې ګډون کړی و.

دوی د «حق دو» یا خپله برخه راکړئ تر شعار لاندې راټول شوي وو. د دوی لویې غوښتنې دا وې:

• په ګوادر سمندر کې دې د غټو ټرالرانو په واسطه د کبانو ښکار بند شي.
• د سرحدي عسکرو لخوا جوړ کړل شوي امنیتي پوستې دې بندې شي.
• د نشه یې توکیو پر ضد دې اقدامات وشي.

د لاریون یوه څنډه
د لاریون یوه څنډه

لاریون کوونکي د ښار د بېلابېلو څنډو نه په راتېرېدو د ګوادر مرکزي څلور لارې ته ورسېدل او بیا لاریون پر مظاهرې بدل شو. هلته د مظاهرې ځینو مشرانو ویناوې وکړې. هغوی وویل، ترڅو چې یې حقونه منل شوي نه وي، تر هغې به دوی خپلې هلې ځلې روانې ساتي.

د «حق دو » تحریک یو مشر مولانا هدایت الرحمان د وینا پر مهال وویل:

"د ګوادر خلک د چین ـ پاکستان د اقتصادي دهلېز پر ضد نه دي خو دې دهلېز موږ ته څه راکړي؟ نه دلته موټروی جوړه شوې، نه ګرین بس سرویس شروع شوی او نه یې هم اورینج ټرین راته راکړی. موږ ته یې ملازمتونه هم نه دي راکړي. د سي پیک په پروژه کې موږ یوازې جنازې لیدلي، د ځوانانو، ښځو او ماشومانو جسدونه مو لیدلي دي."

په لاریون او مظاهره کې لسګونه زرو خلکو ګډون وکړو.
په لاریون او مظاهره کې لسګونه زرو خلکو ګډون وکړو.

بل پلو د بلوچستان حکومت وايي، د ګوادر د خلکو د احتجاج نوټس یې اخېستی او اعلی وزیر میر عبدالقدوس بزنجو پخپله تربت ته تللی څو د حق دو تحریک د مشرانو شره خبرې وکړي. د بلوچستان د وزیر اعلی سلاکار میر ضیا لانګو وايي، د حق دو تحریک ډېری غوښتنې یې منلې دي.
هغه وايي:

"د دوی په غوښتنه مو د سیمې ډ‌یپټي کمېشنر او اسېسټنټ کمېشنر نورو سیمو ته بدل کړل. دغه شان د هغوی ۱۶ مطالبې موږ منلې دي. د ټرالرانو د نه استعمال او له ایران سره د باډر پر سر د مرکزي حکومت سره زموږ خبرې روانې دي، هغه مسایل به هم زر هوار شي. د کسټم لخوا د نیول شویو بېړیو د خلاصون په اړه باید ووایم چې دا واک د صوبايي حکومت په لاس کې نه دی خو په دې سربېره هم موږ یې د خلاصون لپاره هڅې کوو."

دلته دا خبره هم د یادونې وړ ده چې د تېرو ۲۷ ورځو (د ډېسېمبر تر ۱۱مې) راهېسې په ګوادر کې د حق دو په نوم احتجاجي تحریک پیل شوی دی. د حکومتي وعدو په غبرګون کې د یاد تحریک مشران وايي، حکومت وعدې کوي خو عمل پرې نه کوي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG