د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د تحريک لبیک پر ضد پرېکنده کارروايي ولې نه کوي؟


د تحريک لبیک غړي د مظاهرې په مهال
د تحريک لبیک غړي د مظاهرې په مهال

د پاکستان حکومت د ناقانونه ګرځول شوي تحريک لبیک سره د احتجاجونو ختمولو لپاره، د اکتوبر په ۳۱مه لوظنامه وکړه خو تفصيل یې په ډاګه نه کړ.

له پنجابه راولاړې شوې، دې مذهبي ډلې د خپل مشر، سعد حسین رضوي د خوشي کولو او له پاکستانه د فرانس سفیر د ویستلو لپاره د اکتوبر له ۲۱مې څخه په کړو مظاهرو کې سړکونه بند کړي وو. په فرانس کې يوې طنزیه مجلې د حضرت محمد (ص) کارټونونه جوړ کړي وو. سعد رضوي اوه میاشتې مخکې د عامه امنيت د ګډوډولو په تور نيول شوی دی.

تحريک لبيک د ناموس رسالت حساسه مسله راخیستې نو ځکه یې حکومت پر ضد څه نه کوي
عامر رانا

د پنجاب پولیسو مشر راو سردار علي خان رسنيو ته ويلي چې د تحريک لبيک د احتجاج په وخت، په نښتو کې ۴ پولیس والا وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوې دي.

خو د پاکستان حکومت د دې تحريک پر غړو له نورې کارروايي ډډه او پر ځای یې ورسره معاهده وکړه. په اسلام اباد کې د سولې د مطالعاتو د انسټيتوټ مشر عامر رانا وايي تحريک لبیک پاکستان د مذهب حساسه مسله راخیستې نو که حکومت یې پر ضد کارروايي کوي نو د اسلام د سپکاوي تور پرې لګيږي.

نوموړي د نومبر په لومړۍ نېټه مشال رېډيو ته وويل: ((حکومت په دې نه پوهيږي چې د تحريک لبيک سره څه وکړي؟ د تحريک لبيک د توهين رسالت او ناموس رسالت نظريه داسې ده چې د حکومت سره یې په وړاندې څه جواب نشته. نو چې متبادله بیانيه نه وي نو ظاهره ده چې حکومت یې په وړاندې څه نه شې کولی چې له وجې به یې تحريک لبيک پاکستان نور مضبوطيږي. دا د پاکستان لپاره ښه خبره نه ده چې يوه مذهبي ډله دې رياست او ریاستي ادارې داسې يرغملوي.))

تحريک لبیک پاکستان په ۲۰۱۷ کال کې هم د مسلم ليګ (ن) حکومت پر ضد احتجاجي دهرنې کړې وي. کله چې یې پرلت د حکومت سره تر لوظنامې وروسته ختمېده نو د پنجاب رینجرز ځواکونو مشر ميجر جنرل اظهر نويد په مظاهره کوونکو پيسې وویشلې.

د تحريک انصاف حکومت د ورته احتجاج په وړاندې مختلفه طريقه خپله کړه او تحريک لبيک پاکستان ته یې د مذاکراتو لپاره د ديني عالمانو يوه جرګه وروليږله. د دې جرګې يو غړي مولانا بشير فاروقي د اکتوبر په ۳۱مه د تحريک لبيک د مشرانو سره تر جوړجاړي‌کولو وروسته، جيو نيوز سره په خبرو کې وويل چې د پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه د دې لوظنامې ملاتړ کړی او هغه غوښتل چې د چا وينه تويه نه شي. پوځ تر اوسه په دې اړه څه نه دې ويلي.

ریاست د تحريک لبيک په خلاف ځکه سخته کارروايي نه کوي چې دا یې ستراتيژيکه اثاثه ده
افراسیاب خټک

د سياسي چارو شنونکي، افراسياب خټک د نومبر په اوله مشال رېډيو ته وويل چې تحريک لبیک په پنجاب کې په زرګونو ملاتړي لري چې سياسي ګوندونو ته د انتخاباتو او د پاکستان امنيتي ادارو ته د خپلو پالیسيوو د عملي کولو لپاره پکاريږي.

د هغه په وينا همدا وجه ده چې پر ضد یې سخته کاروايي‌نه کېږي. (( په پاکستان کې چې کومه مذهبي انتهاپسندي ده، دا يو قسم ته جاسوسي ادارو پخپله جوړه کړې ده.‌ دوی دا خپله ستراتيژيکې اثاثه بولي نو ځکه حکومت سختدريځو اسلامپالو ته څه نه وايي. بلخوا هغه خلک چې د ايين د برلاسیتوب خبره کوي، د قانون خبره کوي او په منطق غږيږي هغوی سره حکومت سخته رويه کوي. نو دا دوه رقمه پالیسي به تر څو چليږي؟ په داسې کولو سره خو نظام نه شې چليدلی.))

د تحريک لبيک پاکستان سره د نرمې رویې او د حکومت د کړې لوظنامې په اړه د پاکستان حکومتي چارواکي خبرې نه کوي. د نومبر په لومړۍ نيټه، په لاهور کې خبریالانو په يوه خبري غونډه کې د اطلاعاتو له وفاقي وزیر فواد چوهدري څخه په دې هکله پوښتنې وکړي خو هغه ورته وويل چې په دې باره کې خبرې نه کول غواړي او د وخت سره به هر څه واضحه شي. البته يوه ورځ مخکې د پاکستان بهرنيو چارو وزیرشاه محمود قریشي په يوه خبري غونډه کې ويلي وو چې د تحريک لبيک پاکستان پر ضد د سختې کارروايي نه کولو وجه دا ده چې حکومت د تشدد پالیسي نه لري.

د تحريک لبيک پاکستان د مظاهرو تر شا اصل عوامل څه دي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:07 0:00
XS
SM
MD
LG