د لاسرسي ځای

تازه خبر

د دته خېلو ړنګ شوي بازار مالکان معاوضه غواړي


د دته خېلو پرلت
د دته خېلو پرلت

د شمالي وزيرستان دته خېلو بازار دکانداران وايي چې که حکومت ورسره د معاوضې د ورکړې وعدې پوره نه کړي نو احتجاجونه به زیات کړي.

دوی غوښته لري چې د ړنګو شوو دکانونو لپاره دې مالي تاوان ورکړل شي. د مېرامشاه پرېس کلب مخې ته په دې احتجاج کې شامل ملک ګل مريب د اګست پر ۲۴مه نېټه مشال راډیو ته وويل چې په ۲۰۱۴ کال کې د وسله والو پرضد د پوځي عملياتو پر مهال يې بازار ړنګ شوی وو. د هغه په خبره بيا ورسره د بازار جوړونې وعدې وشوې خو لا هم نه دې پوره شوې.

نوموړي زیاته کړه چې حکومت دې خلکو ته زر تر زره مالي تاوان ورکړي. هغه ګواښ وکړ چې که يې ستونزه حل نشوه نو دوی به خپل احتجاج پراخه کړي او پېښور ته ته به یې وغځوي.

د شمالي وزيرستان چاراوکو مشال راډیو ته وويل چې له مظاهرچيانو سره یې خبرې کړې دي او هغو په دې ډاډ احتجاج ختم کړی چې په اتو ورځو کې به دا ستونزه حل شي.

د دته خېلو دکاندارانو تر دې مخکې هم مظاهرې کړې دي. په تېر دیسمبر کې د شمالي وزیرستان د هغه وخت ډپټي کمیشنر شاهد علي خان مشال راډیو ته ويلي وو چې د دته خېل بازار په هکله یې صوبايي حکومت ته رپورټ استولی دی. هغه زیاته کړې وه چې له حکومتي لارښوونو سره سم به د دې بازار سروی وکړي او د معاوضې رپورټ به تیار کړي.

شمالي وزیرستان د میرانشاه او میرعلي بازار دوکاندارانو هم د دې لپاره په وار وار احتجاجونه کړي چې حکومت دې دوی ته د رسېدلي تاوان پوره ازاله وکړي. د میرانشاه بازار د وسله والو پرضد د پاکستاني پوځ په ضرب عضب عملیاتو کې ړنګ شوی وو. دوکانداران ادعا کوي چې ۲۱ اربه روپۍ يې تاوان کړی دی.

XS
SM
MD
LG