د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې په ټرافیکي پېښه کې پینځه کسان وژل شوي


پېښه د جولای پر ۲۶مه سهار مهال د بلوچستان په خضدار کې شوې
پېښه د جولای پر ۲۶مه سهار مهال د بلوچستان په خضدار کې شوې

د بلوچستان په خضدار سیمه کې د مساپر وړونکي بس او موټر په ټکر کې پینځه کسان وژل شوي دي.

د پاکستان دولتي راډیو وايي، پېښه د جولای پر ۲۶مه سهار په وډ سیمه کې شوې.

راډیو د ځايي چارواکو له خولې وايي، بس له کوټې څخه کراچۍ ته روان وو چې له موټر سره وجنګېد.

په بلوچستان کې د سړکونو تنګوالي، خرابوالي او د ډرېورانو د تېز رفتارۍ له وجې وخت په وخت دا ډول پېښې کېږي.

تر دې مخکې د روان کال د جون پر ۱۱مه هم په وډ کې د یوه مساپر وړونکي بس اوښتو په پېښه کې ۲۳ کسان وژل شوي او ۵۰ ژوبل شوي ول.

هغه بس د پیر عبدالقادر نقشبندي پر مزار تر کلني عرس وروسته د سیند صوبې دادو ښار ته په لار وو چې د پېښې ښکار شو.

XS
SM
MD
LG