د اوونيزې خپرونې "تورتمونه" پاڼې ته ښه راغلاست
په پاکستان کې که يو خوا ورځ تر بلې په نشو د روږدو کسانو په شمېر کې زياتوالی راځي نو بلخوا د نشو د مخنيوي لپاره بېلا بېل کمپاينونه هم مخ ته وړل کېږي.
د لاريونونو، غونډو، او مجلسونو په صورت کې دا ډول کمپاينونه په ولس کې د نشو د زيانونو په اړه پوهاوی راولي او د نشو د مخنيوي لپاره هغوی بيدار ساتي.
د دې اوونيزې خپرونې په دغه برخه کې پر همدې موضوع بحث شوی چې د نشو د مخنيوي لړ کې په عام ولس کې تر کوم کچ پوهه او بيداري راغلې ده؟
دا خپرونه هره اوونۍ ستاسو لپاره احمد شاه اعظمي جوړوي.
خپرونه لاندې د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدلای شئ.