د لاسرسي ځای

تازه خبر

په نشو روږدو کسانو درملنه کوونکي ډاکټر سره مرکه


نشې د خلکو پر ذهن او جسم اغېز کوي او بلخوا د هغوی کړه وړه او چلند هم ورسره بدلون مومي.
نشې د خلکو پر ذهن او جسم اغېز کوي او بلخوا د هغوی کړه وړه او چلند هم ورسره بدلون مومي.

د اوونيزې خپرونې "تورتمونه" پاڼې ته ښه راغلاست

په پاکستان کې له اوږدې مودې راهيسې يوشمېر کسان بېلا بېلې نشې کوي چې په نتيجه کې يې پر دوی ذهني او جسماني اغېز شوی او بلخوا يې کړه وړه او چلند هم ورسره بدلون موندلی دی.

د دې اوونيزې خپرونې په دغه برخه کې له يو ارواپوه او په نشو د روږدو کسانو درملنه کوونکي ډاکټر سره د نشو او په نشو روږدو کسانو سره تړليو بېلا بېلو موضوعاتو خبرې شوې دي.

دا خپرونه هره اوونۍ ستاسو لپاره احمد شاه اعظمي جوړوي.

خپرونه لاندې د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدلای شئ.

په نشو روږدو کسانو درملنه کوونکي ډاکټر سره مرکه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:15:22 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

  • انځور سایز

    احمد شاه اعظمي

    احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده. هغه د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. احمد شاه اعظمي د مشال راډيو لپاره يوشمېر ځانګړې اونيزې خپرونې هم جوړې کړې دي. نوموړی پر فېسبوک او اېکس څارلای او تعقیبولای شئ. 

XS
SM
MD
LG