د پاکستان د تعليم وزير ويلي چې په ټول هېواد کې به د بورډ امتحانونه له ۱۵م جون وروسته پيلېږي.
شفقت محمود د مې پر شپږمه پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې دا پرېکړه يې د ټولو صوبو د تعليم وزيرانو په غونډه کې کړې ده.
نوموړي زياته کړې چې دوی له نهم جماعت څخه بيا تر ۱۲م جماعت پورې د زده کوونکو ازموينو ته لومړيتوب ورکوي چې دا ډول هغوی په پوهنتونونو کې پر وخت داخلې واخلي.
د پاکستان تعليم وزارت له دې وړاندې د اپرېل پر ۲۷مه په دې هېواد کې د کورونا وايرس په پېښو کې زياتوالي ته په کتو د کېمرج تعليمي نظام په ګډون د ټولو امتحانونو ځنډولو پرېکړه کړې وه.