د لاسرسي ځای

تازه خبر

ځلیخېل د خپلو نیول شویو کسانو لپاره جرګه کوي


د جنوبي وزیرستان سیمه
د جنوبي وزیرستان سیمه

د جنوبي وزیرستان د ځليخېلو مشران وايي، د مې پر څلورمه د خپلو ۱۶ نیول شوو کسانو په اړه غونډه کوي چې د راتلونکې لپاره پکې کړنلاره وټاکي.

دوی دا خبره په داسې وخت کې کړې چې پولیسو ویلي، د اپریل پر ۲۳مه یې د یوه سرکاري امبولانس د سوځولو په تور د ځليخېلو نهه تنه ونیول. خو د ځليخېلو جرګې د پولیسو دا اقدام غیرقانوني وباله او د اعظم ورسک تاڼې د اېس اېچ او شکیل وزیر د کور ړنګولو پرېکړه یې وکړه.

د ځليخېلو او دوتاڼیو ترمینځ پر ځمکه له څو کلونو راهیسې شخړه دوام لري چې پکې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده. په تېره څه موده کې د دواړو قبیلو ترمینځ په شخړه کې شدت راغلی وو خو  په مارچ میاشت کې د دواړو قبیلو ترمینځ ډزبندي وشوه.

د ځليخېلو یوه مشر شهزاد خان چې ورور ملک سردار علي یې دا مهال په جیل کې دی، د مې پر درېیمه مشال رېډیو ته وویل چې مشرانو یې د سیمې د امنیت لپاره اقدامات کړی وو خو حکومت یې د قبیلې غړي ګرفتاره کړل. هغه وايي، پولیسو د قبیلې نهه مشران او اووه نور غړي نیولي دي.

''د ځليخېلو او دوتاڼیو ترمینځ د ځمکې لانجه وه. د ۳،۰۰۰ کسانو یو لښکر وو او په دغه کې یو ایمبولانس وسوځول شو. زموږ د جرګې دا دود دی چې څوک جرم وکړي، کور به یې ړنګېږي. نو اوس چې مخکې کوم کورونه ړنګ شوي دي، حکومت یې پر دې کسانو کیس کړی دی. امبولانس چې چا سوځولی وو، په هغه یې غیرقانوني د ترهګری مقدمه کړې وه ګنې لانجه د ځمکې وه. عدالت د دغه تن ضمانت منظور کړی خو اوس پرې نورې دفعې لګوي.''

د ځليخېلو او دوتاڼیو ترمینځ پر ځمکه له څو کلونو راهیسې شخړه دوام لري چې پکې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده. په تېره څه موده کې د دواړو قبیلو ترمینځ په شخړه کې شدت راغلی وو خو په مارچ میاشت کې د دواړو قبیلو ترمینځ ډزبندي وشوه.

شهزاد خان زیاته کړه، انتظامي چارواکو ورسره د ۱۶ کسانو د خوشي کولو ژمنه کړې وه خو هغه یې تراوسه نه ده پوره کړې. نوموړي زیاته کړه،که د ځليخېلو د غړو د خوشي کېدو غوښتنې یې ونه منل شوې نو د سیمې تاڼې به په ولکه کې اخلي. له شهزاد خان نه مې وپوښتل چې دوی ولې تاڼې په ولکه کې د اخیستو خبره کوي او پرامنه احتجاج ولې نه کوي نو هغه وویل مشرانو یې دا پرېکړه کړې ده. د نوموړي په خبره د قبیلې مشران مجبوره شوي دي ځکه چې هېڅ بې هېڅ یې کسان ونیول شوي:

نوموړی زیاتوي: ''زموږ مشرانو ته د حکومت له اړخه اطلاع شوې وه چې تاسو احتجاج مه کوی، موږ ستاسو کسان خوشې کوو.حکومت موږ ته د دوشنبې ورځ راکړې وه خو کسان یې خوشي نه کړل. نو موږ د مې پر څلورمه بیا جرګه راغوښتې او موږ ته معلومه شوه چې حکومت پرامنه خلک نه خوښوي.''

په جنوبي وزیرستان کې د پولیسو مشر ډي پي او شوکت علي مشال رېډیو ته وویل چې د ځليخېلو دا ۱۶ غړي یې په تېر یو نیم کال کې د امنیت خرابولو په ګډون د مختلفو تورونو په نتیجه کې نیولي دي او د دوتاڼیو غړو که پولیسو ته ځان حواله نه کړ نو هغوی به هم ژر ونیول شي. نوموړي زیاته کړه، هره هغه قبیله چې قانون په لاس کې اخلي، پر خلاف به یې کارروايي کېږي.

''پر دوی (ځليخېلو) په کال کې په مختلفو وختونو کې بېلا بېل تورونه پورې شوي، په هغې کې دوی نیول شوي، په ځینو مقدمو کې یې ضمانت شوی او ځیني له پاتې دي. د ځليخېلو په مشرانو دا مقدمې دي چې د دوی په خپله قبیله کې که چا د جرګې امر نه دی منلی نو دوی یې کورونه ړنګ کړي دي. د طاقت په زور یې لښکرکشي کړې. په دوی زیاتره مقدمې د کورونو غورځولو دي. دوی په پولیسو کاڼي ویشتي دي. د دوتاڼیو کسان به هم نیوو ځکه چې د هغوی له دوی سره پر ځمکه جګړه شوې ده.''

د دوتاڼیو یو مشر غلام حسین بیا وايي چې تراوسه پولیسو د دوی مشران نه دې نیولي.

''زموږ مشرانو ته نوټسې ترلاسه شوې خو لا ګرفتاره شوي نه دي. خو زه د دې غندنه کوم.''

ځلیخېل او دوتاڼي وايي، که قانون په سم ډول عملي کېږي نو ورته غاړه ږدي او که نه کېږي نو بیا دې خپل دود دستور ته پرېښوول شي.

XS
SM
MD
LG