د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له نړیوال بانک سره د اوو پروژو لوظنامې لاس لیک کړې


په اسلام اباد کې د مارچ پر ۲۶مه په دې اړه یوه غونډه وشوه چې د نړیوال بانک او اقتصادي چارو د وزارت چارواکیو په کې ګډون وکړ.
په اسلام اباد کې د مارچ پر ۲۶مه په دې اړه یوه غونډه وشوه چې د نړیوال بانک او اقتصادي چارو د وزارت چارواکیو په کې ګډون وکړ.

پاکستان له نړیوال بانک سره د ولسي پرمختیا د ۷ پروژو لپاره لوظنامې لاس لیک کړې دي.

د پاکستان مرکزي حکومت په یو بیان کې ویلي دي چې د دې لوظنامو له مخې به پاکستان ته ۱.۳ اربه ډالره ورکول کیږي.

په اسلام اباد کې د مارچ پر ۲۶مه په دې اړه یوه غونډه وشوه چې د نړیوال بانک او اقتصادي چارو د وزارت چارواکیو په کې ګډون وکړ.

د اقتصادي چارو وفاقي وزیر خسرو بختیار تر غونډه وروسته وویل چې دا لوظنامې پر حکومت د نړیوالو مالیاتي ادارو باور څرګندوي.

په بیان کې راغلي چې د ۱۲۸ ملینه ډالره د مرستو په ګډون د ولسي پرمختیا د ۷ پروژو لپاره لوظنامې لاس لیک شوي دي.

د دې پروژو لپاره نړیوال بانک د ۱۳۳۶ملینه ډالره ورکولو ژمنه کړې ده.

پاکستان دا لوظنامې په داسې حال کې کړې دي چې اقتصاد یې له چیلنجونو سره مخ دی او د اپوزیشن ګوندونو له خوا پر حکومت د خرابې حکومتدارۍ تورونه پورې کیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG