د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د کورونا وایرس ۲،۲۵۸ تازه پېښې ثبت شوي


دا د جنورۍ ۲۹مې پس په هیواد کې د کورونا وایرس تر ټولو زیات کېسونه دي. ارشیف- انځور
دا د جنورۍ ۲۹مې پس په هیواد کې د کورونا وایرس تر ټولو زیات کېسونه دي. ارشیف- انځور

په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ ۲۲۵۸ کېسونه ریکارډ شوي دي.

دا د جنورۍ ۲۹مې پس په هېواد کې د کورونا وایرس تر ټولو زیات کېسونه دي. د جنورۍ پر ۲۹مه په پاکستان کې د کورونا وایرس ۲۱۸۶ کېسونه ریکارډ شوي ول.

د کورونا وایرس په اړه د معلوماتو حکومتي ویب پاڼه وايي چې د مارچ پر ۱۱مه په تېرو ۲۴ ګنټو کې له کووېډ- ۱۹ ناروغۍ ۵۳ کسان مړه شوي دي.

د حکومتي شمېرو تر مخه تر نن سهاره په هېواد کې کورونا وایرس کېسونو شمېر ۵۹۷۴۹۷ ته رسېدلې دې.

خو له ناروغۍ تر اوسه ۵۶۶۴۹۳ کسان بیرته رغېدلي هم دي.

XS
SM
MD
LG