د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپریم کورټ وايي د سېنېټ انتخابات دې په پټو رایو وشي


پاکستان سپريم کورټ د سېنېټ په انتخاباتو کې په پټه د ووټونو ورکولو په حق کې رایه ورکړی دی.

د چيف جسټس ګلزار احمد په مشرۍ پینځو کسیزه جرګګۍ د مارچ پر لومړۍ نېټه د ولسمشر پر درخواست خپله رایه ورکړه او وېې ويل چې د ايين ۲۲۶مې مادې له مخې به د سېنېټ ټاکنې په پټه کېږي.

ولسمشر په خپل درخواست کې له سپريم کورټه غوښتي ول چې د ایین ۲۲۶مه ماده تشريح کړي.

دا ماده وايي چې ټاکنې به د پټو رايو له لارې کېږي خو د عمران خان په مشرۍ تحريک انصاف ګوند غوښتل چې د سېنېټ په راتلونکو ټاکنو کې رايې په ښکاره ورکړل شي.

سپريم کورټ د تېرې شنبې پر ورځ په دې اړه خپله فيصله خوندي کړې وه.

په پینځو کې څلورو ججانو د پټو رايو په حق کې فيصله ورکړې خو يوازې جسټس یحیا اپرېدي يې مخالفت کړی دی.

په پاکستان کې به د مارچ پر درېیمه نېټه د سېنېت ټاکنې کېږي.

XS
SM
MD
LG