د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبايلي ضلعو ځينې استازي د ترقياتي فنډونو د نه ملاويدو ګيله کوي


‍په خيبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د قبایلي سیمو ځينې استازي تور پورې کوي چې صوبايي حکومت ورته په خپلو سيمو کې د پرمختيايي کارونو لپاره فنډونه نه ورکوي.

له شمالي وزيرستانه د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غړی مير کلام ادعا کوي د کله نه چې د صوبايي اسمبلۍ غړی منتخب شوی نو حکومت ورته په سيمه کې د پرمختيايي پروژې لپاره فنډ نه دی ورکړې.

د فبرورۍ پر ۲۳مه مشال راډيو سره په خبرو کې نوموړي وويل، انتخابات ګټلو وروسته د خيبر پښتونخوا اعلا وزير محمود خان ورسره ژمنه کړې وه چې د سيمې د پرمختګ لپاره به ورته فنډونه ورکوي، خو د ده په وينا شاو خوا ۲۰ مياشتې تېريدو باوجود اعلا وزير خپله ژمنه پوره نه کړه.

مير کلام وزير زياتوي: ''زه او زما ځينې نورملګري چې په اپوزیشن کښې دي او قبايلي ضلعو سره تعلق لري، حکومت راته تر اوسه د ترقياتي کارونو لپاره فنډونه نه دي راکړې، بلکه هغه کسان چې ولس منتخب کړي نه دي خو د حکمران ګوند سره تعلق لري، هغوي ته فنډونه ورکوي.''

د شمالي وزيرستان يو اوسيدونکي قسمت خان وزير وايي، قبايلي ضلعې د خيبرپښتونخوا برخه جوړيدو وروسته دوي هيله لرله چې صوبايي حکومت به د منتخب غړو له لارې د دوی په سيمو کې پرمختيايي کارونه وکړي، خو د نوموړي په خبره یو استازي هم څه لويه پروژه شورو نه کړه.

قبایلي سیمې د ۲۰۱۸ز کال په مې میاشت کې د پاکستان په ايين کې له ۲۵م بدلون وروسته د خيبر پښتونخوا برخه وګرځول شوه.

د مير کلام وزير پشان د مومندو ضلعې نه منتخب استازی نثار مومند هم ورته شکايت کوي.

نوموړې وايي انتخاباتو نه وړاندې د سيمې خلکو سره يې وعده کړې وه چې ورپيښې ستونزې به ورله حل کوي خو تراوسه يې په خپلې حلقه کې يوه هم ترقياتي پروژه شورو نه کړه.

نثارمومند وايي “په سيمه کې د سړکونو حالت خراب دې، خلک د څکلو اوبه ترلاسه کولو کې د مشکلاتو سره مخ دي، د صحت او تعليم سهولت د نشت برابر دې، او بې روزګاري هم زياته ده. دا مسلې مې څو وارې د صوبای حکومت پروړاندې راپورته کړې چې فنډونه راکړۍ چې دا کارونه پرې وکړم خو صوبای حکومت تر روانې مياشت پورې يوه روپۍ هم رانکړه.”

نوموړی وايي دا له دوي سره نه بلکه د سيمې د دوه نيم لاکه اوسيدونکې سره زياتې دې او دوي به د ترقياتي فنډونه نه ملاويدو پرضد عدالت ته ځي.

مشال راډيو د اپوزيشن ګوندونو د غړو دې غوښتنو په اړه د خزانې وزير تېمور سليم جګړا او د اعلا وزير د اطلاعاتو سلاکار کامران بنګش ته په بيا بيا ټېليفونونه وکړل خو دواړو څه جواب رانه کړو.

خو د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د خزانې لپاره د قايمه کمېټۍ مشر او د حکمران ګوند پارليماني استازي نوابزاده فريدصلاح الدين مشال راډيو ته وويل د کمېټۍ په دې وروستۍ غونډه کې هم د پخوانۍ فاټا ځينې غړو د فنډونو نه ملاويدو ګيله کوله خو د خزانې وزير تيمورسليم جګړا چې د کمېټۍ غړې هم دې نه صرف دغه تورونه بې ځايه وبلل بلکه د اپوزيشن ګوندونو استازو په سيمو کې د ترقياتي کارونو اسناد يې هم کمېټۍ ته وړاندې کړل.

د نوموړي وينا وه “زما د حلقې سره له نزدې حلقو ېاني پي کې ۳۲ او پي کې۳۰ نه دمسلم ليګ ن غړي منتخب شوي دي، او دواړه زموږ مخالفين دي خو هغوي ته په خپلو سيمو کې د ترقياتي کارونو لپاره فنډونه ملاويږي، دا منم چې زموږ په نسبت ورته کم فنډونه ملاويږي خو دا خبره کول چې دوي ته بالکل څه نه ورکول کيږي نو دا ناسمه ده، دا نشم ويلې چې د پخوانۍ فاټا دا ځينې غړي ولې داسې خبره کوي ماسره خو ټول تفصيل شته چې هر غړي ته څومره فنډونه ورکړې شوي دي.”

په قبايلي ضلعو کې د ۲۰۱۹ز کال په جولای مياشت کې د ړومبي ځل لپاره په ۱۶ څوکيو د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ لپاره انتخابات وشول چې پکې په باجوړ او خيبر ضلعو کې په ۳ درېو، په مومندو، کرمې، شمالي او جنوبي وزيرستان ضلعو کې په ۲، دوو او په اورکزېو او نيمه قبايلي سيمو کې په ېوه ېوه څوکۍ ټاکنې وشوې.

XS
SM
MD
LG