د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سپوتنیک ۵ واکسین د کورونا پرضد اغیزمن دی: روسي ساینسپوهان


څیړونکو ویلي، د هغې ازموینې له مخې چې د تېرکال په مني کې په روسيه کې پر شاوخوا ۲۰ زره کسانو ترسره کړې، د کووېډ- ۱۹ ناروغۍ په وړاندې د دغه واکسین موثریت شاوخوا ۹۱ فيصده دی.
څیړونکو ویلي، د هغې ازموینې له مخې چې د تېرکال په مني کې په روسيه کې پر شاوخوا ۲۰ زره کسانو ترسره کړې، د کووېډ- ۱۹ ناروغۍ په وړاندې د دغه واکسین موثریت شاوخوا ۹۱ فيصده دی.

روسي ساینسپوهان وایي، ښکاري چې د دې هېواد له خوا جوړ شوی سپوتنیک ۵ واکسین د کورونا پرضد اغیزمن دی.

دغو ساینسپوهانو دا خبره د هغې پرمختللې څیړنې د لومړنۍ نتېجې په اساس چې د بریتانیا په يوې روغتیایي مجله کې خپره شوې، کړې ده.

څیړونکو ویلي، د هغې ازموینې له مخې چې د تېرکال په مني کې په روسيه کې پر شاوخوا ۲۰ زره کسانو ترسره کړې، د کووېډ- ۱۹ ناروغۍ په وړاندې د دغه واکسین موثریت شاوخوا ۹۱ فيصده دی.

دا څيړنې د فېبرورۍ پر دويمه د برتانيا په لنسټ نومې مجله کې خپرې شوي.

هغو ساینسپوهانو چې له دې څیړنې سره یې تړاو نه درلود د روسیې لخوا په جوړ شوی واکسین ځکه نیوکه کړې وه چې په تیزی سره جوړ شوی وو او بغیر له شفافیته خلکو ته ورکړل شوی وو.

خو اوس نتېجه واضحه ده څرنګه چې برتانوي ساینسپوهان "اېن جونز" او "پولي رای"په ګډه سره په يوې تبصره کې ليکلي، د دې راپور نتايج واضح کوي چې "يو بل واکسين د کووېډ- ۱۹ ناروغۍ پرضد جنګ کې شامليدلې شي".

سپوتنیک وي واکسین د ۲۰۲۰ز کال په اګست میاشت کې د روسیې حکومت له خوا په داسې حال کې منظوري ورکړې شوه چې په يو څو درزنونو خلکو ازمویل شوی و.

XS
SM
MD
LG