د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار خبریالان د ملالۍ میوندۍ په ویر راټول شوي


په ننګرهار کې ژورنالستان وايي، زموږ له ذهنونو خو به کله هم ملاله ونه ووځي.
په ننګرهار کې ژورنالستان وايي، زموږ له ذهنونو خو به کله هم ملاله ونه ووځي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په بلنه په دې ولایت کې يو شمېر فعالان خبریالان دغه ریاست ته ورټول شوي ول او د ملالې میوندۍ په وژل کېدو يې یوه تعزیتي او احتجاجي ناسته وکړه او له چارواکو يې وغوښتل چې د هغې قاتلانو ته سزا ورکړي.


په ننګرهار کې د انعکاس راډيو ټېلېوېژن خبریالې او ښځینه فعالې د ملالې میوندۍ په ویر د خبریالانو دا تعزیتي او احتجاجي غونډه د ډېسېبمر پر۱۱مه د اطلاعاتو فرهنګ رياست کې تر سره شوه چې پر یو شمېر ننګرهار مېشتو خبریالانو سربېره په کې له خوست او کندهار ولایتو څخه هم یو شمېر خبریالانو ګډون کړی و.

د غونډې په پیل کې د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس رحیم الله خوږياڼي د ملالې میوندۍ په ږژل کېدو د خواشینې تر څنګ د دغه ریاست په انګړ نوی جوړ شوی پارک د ملالې میوندۍ په نوم ونومولو.

نوموړي وویل:"زموږ له ذهنونو خو به کله هم ملاله ونه ووځي، ولې دا چې د تل لپاره د هغې نوم په فرهنګي غونډو او کلتوري مناسبتونو کې یاد پاتې شي، نو دغه پارک مو د هغې په نوم کړ."

فعالان وايي، ملالې چې د ښځو د حقونو لپاره کومه مبارزه کوله، ساری نه لري
فعالان وايي، ملالې چې د ښځو د حقونو لپاره کومه مبارزه کوله، ساری نه لري

په خوست ولایت کې کليد راديو مسوول نوراجان بهیر هم په دې تعزیتي غونډه کې ګډون کړی وو.

نوموړي له مشال راډيو سره په خبرو کې له وسله والو وغوښتل چې د ژورنالستانو زنځیري وژنې دې ودروي:"هغه چا چې دا کار کړی، له هغو نه یو ځل بیا عاجزانه غوښتنه کوو چې نور دې د مرګونو دا لړۍ ودوروي، هغه خلک چې د مظلومو خلکو د زړونو غږونه اوچتوي، د هغو غږونو د خپه کولو کوششونه نه دي نه کوي، دې خلکو ته دې د يوه بې طرفه خلکو په سترګو وګوري، ملالې چې په کم عمر کې څه وکړل، په ډېر عمر کې ډېرو خلکو نه دي کړي."

خو له کندهاره راغلي مدني فعال قسیم توخې رسنیو سره په خبرو کې وویل، ملالې چې د ښځو د حقونو لپاره کومه مبارزه کوله، ساری نه لري:

"ملاله خور یوازې د ننګرهار خور نه وه، هغه د ګرد افغانستان خور وه. ملالې خور چې څومره پښتنو ښځو ته کوم کار کړی و، ساری نه لري. دښمنه تا ته وایم چې موږ په هيڅ ډول نه مایوسه کېږو. یوه ملاله خو اوس نشته، مګر دلته په هر کور کې ملاله شته."

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل فېسبوک پاڼه

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل د ډېسېمبر پر ۱۰مه په خپله فېسبوک پاڼه ولیکل چې د ملي امنیت ځواکونو د هغې قاتلین نیولي او په خپل جرم يې اعتراف هم کړی، خو په ختيځ کې د لیکوالو او ژورنالستانو خپلواکۍ ټولنې منشي رحمت الله زیارمل وویل، تر هغې چې د ملالۍ قاتلین سزا نه شي، د خبریالانو مرموزې وژنې به دوام ومومي:

" زموږ د ژورنالستانو غوښتنه دا ده چې د دې قاتلانو اعترافات دي شریک شي، د دوی علنې محکمه دې وشي او په اشد مجازات او په اعدام دې محکوم شي. که داسې ونه شي نو د ژورنالستانو مرموزو وژنو لړۍ دوام کوي."

په دې تعزیتي غونډه کې د ملالې میوندۍ ورور حماد هلال هم په خپلو خبرو کې له چارواکو وغوښتل چې د ملالې قاتلینو ته دې سزا ورکړل شي:

"داعي صاحب دې خدای وبخښي، هغه چې شهيد کړی شو، ملالې ډوډۍ نه خوړله. ما ورته ویلې خورې ولې ډوډۍ نه خورې؟ هغه راته وویل چې نن ته شهيد شوی یې، ماته ستا او د داعي تر منځ هيڅ ډول توپیر نشته. که د ملالې قاتلینو ته هر ډول سزا ورکړل شي، ما ته به يې څه خیر ورسېږي، خو د هغې د دویمې کورنۍ چې ژورنالستان دي، بیا يې څوک په داسې وحشناک ډول د خپلې کورنۍ تر سترګو وړاندې ونه وژني. د دوی لپاره دې دا خلک علني محکمه شي او د سختو مجازاتو او سزا غوښتنه ورته کوو."

ملاله میوندۍ د ډېسېبمر پر ۱۰مه له خپل کوره دفتر ته په لاره وه چې وسله وال برید پرې وشو چې له خپل موټرچلوونکي سره یو ځای ووژل شو.

د پېښې مسوولیت د اسلامي دولت یا داعش ډلې منلی دی.

د یادولو ده چې نېږدي یوه میاشت وړاندې په هلمند کې د ازادي راډيو خبریال الیاس داعي هم په یوه وسله وال برید کې ووژل شو.

تېره ورځ د کورنيو چارو وزارت تایید کړه چې د ملالې د قاتلانو د نیولو تر څنګ یې د الیاس داعي د قتل په تور هم یو کس نیولی دی.

XS
SM
MD
LG