د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ محافظه کاره ججه اېمي کوني بېریټ د سپریم کورټ لپاره نومولې او غواړي چې د نومبر د درېیمې له ولسمشریزو انتخاباتو وړاندې یې زر تر زره له سېنټ څخه منظوره کړي.
په امریکايي سېنټ کې د ولسمشر ټرمپ د ریپبلکین ګوند اکثریت دی.
ولسمشر ټرمپ د سېپټمبر پر ۲۶ مه په سپینه ماڼۍ کې د بېریټ تر څنګ وینا کې وویل، "نوموړې د ډیر ذهانت او ښه کردار خاونده ده او د سپریم کورټ د جج جوړېدو لپاره پوره وړتیا لري."
مېرمن بېریټ د اپیلونو د عدالت ججه ده.
ولسمشر ټرمپ او د هغه د ریپبلیکن ګوند نور ملګري سېنیټران غواړي چې د جسټس روت بېدر ګینزبرګ پر خالي شوې چوکۍ زر تر زره ټاکنه وکړي.
مېرمن ګینز برګ چې د ازادي پالنې علامت ګڼل کېده، سږکال د سېپټمبر پر ۱۸ مه مړه شوه.
که سینیټ یې منظوري ورکړي نو د بېریټ په ورګډېدو به په امریکايي سپریم کورټ کې د محافظه کار ججانو شمېر شپږ او د ازادي پالانو شمېر درې شي.
د دغه هېواد په سپریم کورټ کې ججان د ټول عمر لپاره ټاکل کېږي.