د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات کې د ۱۳ کلن هلک په وژنه تورن کس ګرفتار


ملزم د سوات په تاڼه کې
ملزم د سوات په تاڼه کې

د سوا ت پوليس وايي، پر یوه ۱۳ کلن هلک د جنسي تېري او د مرګ په تور یې یو کس نیولی او له تفتیشه پس تورن کس د خپلو کړنو اقرار کړی.

د سوات سيدو شريف ضلعي تفتيشي پوليس افیسر اېس پي نذير خان خبريالانو ته وویل چې د سېپتمبر پر يوویشتمه نېټه یې د مدين په لېرې پرته سيمه کنديل کې د يوه ماشوم مړي موندلی وو. د ماشوم پلار پولیسو ته په رپوټ کې ویلي ول چې زوی یې په غره کې وزې څرلې چې دغه پېښه ورسره شوې وه.

کله چې پولیس غره ته ورغلل نو د ماشوم مړی پر ونه ځوړند وو او جنسي تېری هم ورباندې شوی وو. پولیس وايي، په دغه سيمه کې له بهره ناشنا تن ته د ورتلو لاره نه وي. د دوی په وینا، چار چاپېره یې ځینو ځایونو کې شکمن کسان ونیول چې پکې په پېښه کې ککړ تن وقار هم دی. دغه تن د وژل شوي ماشوم نېږدې رشته دار دی. ملزم پولیسو ته په پوښتنو ګروږنو کې ومنله چې مرګ او جنسي تېری یې کړی دی.

په خيبر پښتونخوا او بيا په سوات کې د جنسي تشدد په اړه د ماشومانو حقونو ساتني ټولنې مشر شوکت سليم چې له مسلکي پلوه وکيل هم دی وايي چې په ټولنه کې جنسي تشدد له وړاندې زیات دی خو رپورټېږي نه. دی وايي د جنسي تشدد مخنیوي لپاره د پراخې عامه پوهې راوستو ضرورت دی.

دی زیاتوي چې میندې او پلرونه باید خپلو ماشومانو ته وښيي چې له دوی سره که یو څوک هم ناوړه چلند او یا جسماني او غیراخلاقي اړیکو ساتلو هڅه کوي نو پکار ده چې د کورنۍ مشران په خبر کړي. له داسې کسانو دې لیرې ګرځي چې ښه خوی نه لري. نوموړی زیاتوي میندو پلرونو ته پکار ده چې پر خپل چاپېرچل او پر خپلو ماشومانو نظر ساتي.

پوليس وايي چې دوی په مقدمه کې د ملزم پرضد د مرګ ماده ۳۰۲ سره سره د جنسي تېري او تشدد ماده هم شامله کړې او د جرم ثابيتېدو پس عدالت ملزم ته د مرګ سزا ورکولای شي.

XS
SM
MD
LG