د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیاسي فیصلې دې د جي اېچ کیو پرځای په پارلمان کې وشي: مریم نواز


مسلم ليګ (ن) مرستياله مشره مریم نواز
مسلم ليګ (ن) مرستياله مشره مریم نواز

د مسلم ليګ (ن) مرستياله مشره او د پخواني وزيراعظم نواز شريف لور مريم نواز وايي، سياسي فيصلې بايد د پوځي مرکز(جې ايچ کيو) پرځای په پارليمان کې وشي.

مريم نواز نن، د سېپټمبر پر ۲۳مه، په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې د ګلګت بلتستان په اړه په پوځي هېډکوارټر کې غونډه رابلل شوې وه، دا يوه سياسي مسله ده، دا له ولسي استازو سره تړلې ده نو ځکه د پوځي هېډکوارټر پرځای باید په پارليمان کې پرې بحث وشي.

مريم نواز دا څرګندونې په داسي حال کې کړي چې څو ورځې مخکې د مسلم ليګ ن مشر شهباز شريف او د ځينو نورو اپوزېشن ګوندونو مشرانو او وفاقي وزيرانو د راولپنډۍ پوځي هيډکوارټر جې ایچ کيو کې د پوځ او خفيه اداري له مشرانو سره ملاقات کړی وو.

د اپوزيشن ځېنو غړو او حکومتي چارواکو پاکستانیو رسنيو ته د دې غونډې حال بيان کړی وو او ويلي یې ول چې په دې اجلاس کې د ګلګت بلتستان او قامي سلامتيا په اړه خبرې شوې وي.

د جماعت اسلامي ګوند مشر سراج الحق د سېپټمبر پر ۲۲مه مشال راډيو ته ويلي و چې په دې غونډه کې د پوځ او استخباراتي ادارې مشرانو سياستوالو ته وويل چې پوځ دې په سياسي چارو کې نه ښکېلوي.

د جي اېچ کیو ناستې په اړه د جماعت اسلامي له مشر سراج الحق سره مرکه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:06:36 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

خو اپوزېشن ګوندونو د انتخاباتو د شفافيت او انتخاباتي اصلاحاتو خبره کړې وه.

په جې ايچ کيو کې غونډه د سېپټمبر پر ۲۰مه د اپوزېشن ګڼ ګونديزې غونډې مخکې شوي وه.

په دې ګڼ-ګونديزه غونډه کې د اپوزیشن یوشمېر ګوندونو د هېواد په سیاسي چارو کې د اېسټیبلېشمنټ د لاسوهنې درولو او له نوي سره د رڼو انتخاباتو غوښتنه کړې وه.

خو د اپوزېشن ګڼ ګوندیزې غونډې وروسته د پوځي مشرانو او اپوزېشن غړو د ملاقات خبر ورکړل شو.

XS
SM
MD
LG