د مشال راډیويي مجلې په دې ګڼه کې د خوږژبي شاعر او مترنم شخصیت لطیف خان لطیف سره د هغه پر ژوند او کار غږېدلي یو.
په خپرونه کې د نوموړي ښایسته زمزمې هم اورېدلی شئ چې ځینې شعرونه د هغه خپل او ځیني نور بیا د نورو شاعرانو دي. لطیف خان لطیف د پښتو ادبي چمن ټل فعال غړی دی. د یادې ادبي ټولنې بنسټ لسګونه کلونه پخوا ارواښاد شاعر محمدین مقید اېښی و.
نوموړي عصري زده کړې نه دي کړي، په جومات کې یې د سيپارې او قران شریف زده کړې کړي او د هماغې له برکته نه یواځې دا چې لیک لوست کولی شي بلکې شاعري هم کوي.
لطیف وايي، له وړوکوالي نه یې د سندریزې نړۍ سره مینه وه او غوښتل به یې چې د همدې لارې لاروی دې شي. هغه د ډېرو هنرمندانو د غږ کاپي کولی شي، خو پیل یې د سردار علي ټکر په شان د سندرو ویلو نه کړی و.
لطیف خان لطیف یواځې د ټکر نه بلکې د استاد خیال محمد، هدایت الله، هارون باچا، کرن خان، فضل ربي او وحیدګل په شان هم سندرې ویلي شي. وحیدګل به اوسنیو ځوانانو ته یاد نه وي خو د هغو اورېدونکو به یې د غږ خواږه اوس هم یادېږي چې عمرونه یې نیمې پیړۍ ته رسېږي او یا هم اوښتي.
نوموړی وايي، د ژوند له ارمانونو څخه یې یو دا هم وو چې په مشاعرو کې پر سټیج ودرېږي او خلکو ته خپل شعرونه واوروي او دا ارمان یې خدای پوره کړی دی.
د مینې نه جوړ لطیف خان چې خدای پاک ورته د ښې شاعرۍ، ښه اواز او ښې څهرې ترڅنګ ورته له مینې ډک زړګی هم ورکړی وايي، ټول خلک دې مینه وکړي ځکه چې نفرتونه ختمول غواړي.