د لاسرسي ځای

تازه خبر

سرکاري ملازمين: که تنخا زیاته نه شي، کاربندیز کوو


د ټول پاکستان کلرکانو ټولنې غړي په سږني یجټ کې د دوی تنخاګانو نه زیاتولو پر سر د سرکار خلاف راوتلي دي. ۲۰۲۰ ز کال، ۱۵ جون
د ټول پاکستان کلرکانو ټولنې غړي په سږني یجټ کې د دوی تنخاګانو نه زیاتولو پر سر د سرکار خلاف راوتلي دي. ۲۰۲۰ ز کال، ۱۵ جون

په پاکستان کې د سرکاري ملازمينو اتحادیو د حکومت له خوا د دوی د تنخاوو نه زیاتولو په غبرګون کې د جون په ۱۵مه په لاهور، پېښور او کراچۍ کې مظاهرې کړې دي.

آل پاکستان سيکريټرېټ ايمپلاييز کووارډینېشن کونسل او آل پاکستان کلرکس اسوسېشن همداراز ګواښ‌کړی چې د جون په ۱۷مه او ۱۸مه له دفترونو بايکاټ يا کاربندیز او په ټول ملک کې په يو وخت احتجاج کوي.

د دې کونسل مشر محمد حسېن د جون په ۱۵مه رسنيوو ته لېږلي يوه ويډيو پېغام کې وويل حکومت اوس هم وخت لري چې د ملازمينو لپاره تنخاوې زیاتې کړي.‌ ''په تېرو شلو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې کوم جمهوري حکومت دې د وفاقي بجټ د وړاندې کولو پر مهال د سرکاري ملازمينو په تنخاوو کې اضافه نه وې کړې. موږ د خپلو ټولو غړو سره تر مشورې وروسته دا پرېکړه کړې چې د جون پر اتلسمه به بايکاټ او په ټول ملک کې مظاهرې کوي.''

د پاکستان حکومت د جون پر دولسمه د۷.۱ ټريلينه روپيو بجټ اعلان کړ. د وزیراعظم عمران خان د مالي‌چارو سلاکار، حفيظ شېخ د جون په ۱۴مه په يوه خبري غونډه کې وويل چې د هېواد اقتصاد خراب دی او حکومت د پېسو بچت کولو لپاره د سرکاري ملازمينو تنخاګانې نه دې زیاتې کړي. خو د ملکي چارواکو د پينشن لپاره ۱۱۱ ميليونه روپۍ بېلې شوې دي.

د آل پاکستان کلرکس ايسوسېشن يوه مشر، عنایت بلوچ وايي آن د پينشن پېسې هم د پوځيانو له پينشنه چې د بجټ تر مخه ۳۶۹ ميلونه کېږي، کمې دي. نوموړي د جون په ۱۵مه مشال راډيو ته وويل که حکومت بچت کول غواړي نو له خپلو لګښتونو او وزیرانو له تنخاوو دې پېسې کمې کړي. ''حکومت ويلي وو چې ګرانۍ ته په کتو به د ملازمينو تنخا زیاتوو او د کارکوونکو د تنخا اندازه به م ارزوو. دوی وعده کړې وه چې د کمو تنخاو ملازمینو تنخا به سموو او کوښښ به کوي چې د ټولو تنخاوې برابر وساتي. خو حکومت داسې هیڅ ونه کړل. اوس موږ سره له احتجاج علاوه بله لاره نشته. پکار ده چې له لسو تر شلو فېصدو يا هر څومره چې کېدای شي اضافه وشي.''

د پاکستاني حکومت د اسټبليشمينټ محکمې له خوا د ۲۰۱۹ کال په راپور کې راغلې چې په پاکستان کې تر وفاق لاندې ۶۶۴۰۰۰ دايمي يا فل ټايم ملازمين کار کوي. دوی ته تنخاوې د ګرېډ په حساب ورکول کېږي. ‌پارټ ټايم يا کله کله د کار لپاره ورغوښتل کېدونکي او قرادادي ملازمين پر دې سربېره دي چې شمېر يې نه دی په ډاګه شوی.

د چارسدې په يو ښوونځي يا سکول کې استاد، ګل زمان وايي دا ځل په بجټ کې د تنخا اضافي ته ځکه ډېر سترګې پر لاره وو چې نن سبا ګراني ډېره ده او ده ته ۱۳ کسه کور ورپه غاړه دی. هغه د جون په ۱۵مه مشال راډيو ته وويل: ''د يو چا چې شل زره روپۍ تنخا وي د هغه ګوزاره نه کېږي. ګراني ډېره ده. د شل زره روپيوو ارزښت لس زره روپيو ته راښکته شوی دی. هر حکومت څه نا څه بهانه کوي. دې حکومت کورونا وایرس بهانه کړ او زموږ تنخاوې یې زیاتې نه کړي. خو حکومت له پکار دي چې داسې حلاتو ته تيار اوسي کنه نو استعفا دې ورکړي.''

د تحريک انصاف حکومت دا کال بجټ د کورونا په نامه نومولی وو او چارواکو ويلي وو چې ډېرې پېسې به د کورونا وایرس سره د مبارزې په ترڅ کې د روغتيايي سهولتونو په برابرولو لګېږي. د صحت څانګې لپاره ۷۵ اربه روپۍ بېلې شوې دي. همداراز د کورونا وایرس له وجې کاروباريانو سره د مرستې او دې وبا پرضد کار کولو لپاره ۷۰ اربه روپۍ پر دې سربېره دي.

په اسلام اباد کې د اسلامک يونيورسټي د اقتصادياتو استاد، ډاکټر معراج الحق د جون په ۱۵مه مشال راډيو ته وويل حکومت د يو سخت حالت سره مخ دی. ''حکومت ويلي دي چې نوي ټيکسونه یې نه دې لګولي. دوی د پرمختيايي کارونو لپاره هم ډېرې پېسې نه دې ايښي. دا هغه کارونه دي‌چې له وجې يې عامو خلکو ته ګټه رسېږي. نو دا د خسارې بجټ دی. په اقتصاد کې د پرمختګ شرح منفي‌ ده او له کورونا وایرسه کاروبارونه ځپل شوی. نو په داسې حالاتو کې د همداسې بجټ توقع کېدلی شوه.''

د تحريک انصاف حکومت د ۲۰۱۹ کال او تر دوی مخکې د مسلم لېګ (ن) حکومت د ۲۰۱۸ کال په بجټ کې د سرکاري ملازمينو په تنخا کې لس فېصده اضافه کړې وه. خو دا ځل د هېڅ‌ اضافي نه کېدو له وجې سرکاري ملازمينو د پراخو مظاهرو او په دفترونو کې د کاربنديز ګواښ‌ کړی دی.

XS
SM
MD
LG