د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران او پاکستان ترمنځ پوله بنده، زرګونه کسان دواړو غاړو ته ایسار


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

پاکستاني چارواکو د کورونا وایرس له وجې د ایران سره خپلې پولې تړلي چې له وجې یې دواړو غاړو ته زرګونه کسان بند پاتې شوي دي.

د فبرورۍ پر ۲۳مه، ناوخته په کوټه کې د چیف سکرتر فیصل اصغر په مشرۍ کې یوه مهمه غونډه هم وشوه. د بلوچستان د حکومت ویاند لیاقت شاهواني مشال راډیو ته وویل، زرګونه پاکستانیان دا مهال په ایران کې دي:

"هلته په ایران کې ۵۰۰۰ پاکستانیان بند پاتې دي چې پکې زایرین، تجاران او سیلانیان شامل دي. هغه کسان چې واپس راتلل غواړي اول به یې ایران تر دوو اونیو پورې قرنطین کوي، بیا به ورته سند ورکوي چې دوی روغ دي او کله چې زموږ خوا ته راواوړي موږ به یې یو ځل بیا تر ۱۴ ورځو پورې قرنطین ساتو."

شاهواني وايي، له دې کاره یې موخه دا ده چې کورونا وایرس پاکستان ته داخل نه شي. د نوموړي په وینا، پاکستان او ایران ترمنځ د تګ راتګ پنځه قانوني لارې دي چې ټولې تړل شوې دي او په نورو ځایونو کې هم پر پوله څارنه زیاته کړل شوې ده.

په هم دې حال کې د پاکستان د مذهبي چارو وزیر نورالحق قادري ویلي ایران سره یې له نږدې خبرې کړي چې د پاکستانیو زایرینو له کورونا وایرسه په ژغورلو کې دې ورسره مرسته وکړي.

په ایران کې د وروستیو معلوماتو پر اساس کورونا وایرس ۸ کسان وژلي او ۴۳ نورو کسانو کې د یاد وایرس پخلی شوی دی. له همدې وجې ګاونډیو هیوادونو د ایران سره ځمکنۍ او فضايي اړیکې شکولې دي.

ایران د چین نه پس دوهم هیواد دی چې کورونا وایرس پکې زیات کسان وژلي دي.

د چین د روغتیا ملي کمېسون د فبرورۍ پر ۲۳مه، ناوخته وویل چې د کورونا وایرس له وجې ۱۵۰ نور کسان وژل شوي او ۴۰۹ نور دې وایرس ناروغه کړي دي. یاد کمېشن د هرې ورځې په پای کې د تېرې ورځې ارقام خپروي.

د تازه شمېرو د مخې ته راتلو نه پس په چین کې د کرونا خپلو کسانو شمېره ۷۷ زره ۱۵۰ ته پوته شوې او هلته ۲۵۹۲ کسان یې له وجې مړه شوي دي.

چینايي چارواکو د فبرورۍ پر ۲۴مه وویل، د روغتیا د نړیوال سازمان د ماهرینو یوې ډلې د ووهان ښار څخه لیدنه کړې ده. ګوما کېږي چې کورونا وایرس په اول ځل په هم دې ښار کې د تېر کال په دسمبر کې سر پورته کړی وو.

دا لومړی ځل دی چې د ۱۱ میلیونو درلودونکي دې ښار ته د روغتیا د نړیوال سازمان ماهرین سفر کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG