د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان په تېرو ۱۵ میاشتو کې بې ساري پورونه اخېستي


د اقتصادي خراب خالت له وجې د بهرنیو کرنسیو په وړاندې د پاکستاني روپۍ ارزښت هم ټیټ شوی.
د اقتصادي خراب خالت له وجې د بهرنیو کرنسیو په وړاندې د پاکستاني روپۍ ارزښت هم ټیټ شوی.

پراګ ـ د پاکستان د وزیراعظم د خزانې او د محصولاتو د چارو سلاکار عبدالحفیظ شېخ د جنورۍ پر ۳۱مه، قامۍ اسمبلۍ ته د پالیسۍ بیان د وړاندې کولو پر مهال دا ومنله چې حکومت له ټاکلي حده زیات پورونه اخېستي دي.

نوموړي پارلیمان ته وویل، د ۲۰۱۸ مالي کال تر پایه، د ملک ټول پورونه او واجبات ۲۹ اعشاریه ۸ ټریلینه روپۍ جوړېدل چې د ۲۰۱۹ کال تر سېپټمبره دا کچه ۴۱ اعشاریه ۴ ټریلینه روپو ته پورته شوه.

یا که په ساده ټکو کې وویل شي نو حکومت چې په تېرو ۱۵ میاشتو کې کوم پورونه اخېستي، د یو کال وړاندې سره که پرتله شي نو ۴۰ په سلو کې پکې زیاتوالی راغلی دی.

د پاکستان په قامۍ اسمبلۍ کې د تحریک انصاف ګوند سره تړاو لرونکی، د مالیې، محصولاتو او اقتصادي چارو د کمېټې غړی رضا نصرالله د مشال راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې حکومت ولې دومره ډېرو پورونو اخېستو ته اړ شو، وویل:

«موږ مجبوره وو چې د پخوانیو حکومتونو لخوا د اخېستل شویو پورونو سود ورکړو. موږ چې کوم پورونه واپس کول، د هغو سود د شپږو بیلونو ډالرو په اندازه وو، او تاسو ته معلومه ده چې هغه مهال زموږ د خزانې څه حال وو؟ نو په زیاته پیمانه د پورونو د اخیستو تر ټولو لویه وجه هم دا وه.»

خو اپوزیشن دا دلیل نه مني. د پاکستان پیپلز پارټۍ سېنېټر بهره من تنګي وايي، پورونه پخوا هم اخېستل شوي خو پخوانیو حکومتونو ورسره اولس ته کارونه هم کړي دي:

"کله چې څوک پلان او ستراتيژي و نه لري، منصوبه بندي او مهارت ورسره نه وي، نو بیا به ته قرضې اخلې خو هغه به درنه خرابېږي. هم دا ده چې دوی د دې خبرې د پټولو لپاره وايي چې قرضه د سود واپس کولو لپاره اخلي. دا هر یو حکومت کې شوي دي خو هغوی چې قرضه اخېستې نو د پاکستان خلکو ته یې سهولتونه هم ورکړي دي."

د پاکستان د سېنېټ د مالیې، محصولاتو او اقتصادي چارو د کمېټې غړی سېنېټر انوارالحق کاکړ وايي، پاکستان له تېرو څو لسیزو راهېسې په پورونو اخېستو روږدي شوی دی چې دا کار ورځ تر بلې د هغوی په تاوان تمامېږي:

"په تېرو ۷۰ کلونو کې خکومتونو دا رقم قرضې اخېستي دي چې نان پروډکتیف یا بې ګټې دي. هغه قرضونه بیا زموږ حکومتونو په داسې ځایونو کې لګولي چې لاس ته راوړنې یې نه لرلې. په هغو قرضو بیا سودونه لګېدلي چې د هغو د ختمولو لپاره اوس موږ ته نورې قرضې پکار وي."

د پاکستان د مالي مسولیت او د پورونو د محدودیت ادارې .F.R.D.L.A مرکزي حکومت ته ویلي چې د پورونو اخېستو کچه دې ټیټه کړي او په یو حد کې دننه دې قرضې واخلي.

په اسلام اباد کې مېشت د اقتصادي چارو شنونکی ډاکټر معراج الحق وايي، که حکومت په همدې کچه د پورونو اخېستو ته دوام ورکړي، نو ملک د لوی بحران سره مخ کېدای شي:

"ظاهره خبره ده چې کله اقتصادي پرمختګ دوه اعشاریه څلور فیصده وي، په ملک کې بې روزګاري او ګراني زیاته وي او حکومتونه هم وخت په وخت قرضې اخلي، نو دا یو ډېر خطرناک حالت دی."

ډاکټر معراج الحق وايي، د پاکستان اوسني حکومت د چین، ترکي، متحده عربي اماراتو، مالیزیا او سعودي عرب ترڅنګ د ای اېم اېف او ایشین ډیویلیپمینټ بینک نه پورونه اخېستي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG