د لاسرسي ځای

تازه خبر

م. م د افغان کډوالو لپاره ځانګړی صندوق پرانیست


د ملګروملتونو د کډوالو اداره یو اېن اېچ سي ار.
د ملګروملتونو د کډوالو اداره یو اېن اېچ سي ار.

پراګ ـ په جینوا کې د کډوالو د ستونزو د هوارۍ لپاره جوړه شوې درې ورځنۍ غونډه د ډېسېمبر پر۱۸مه پای ته ورسېده.

په غونډه کې بېلا بېلو هیوادونو په نړۍ کې د کډوالو مرستو ژمنې وکړي.

په غونډه کې پریکړه وشوه چې په نړۍ کې به کډوالو ته ۱۵زره نوکرۍ ورکوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو اېن اېچ سي ار چارواکي وایي، په جنیوا کې د کډوالو د ستونزو د هوارولو په موضوع په لومړي ځل دومره لویه غونډه جوړه شوې وه.

په غونډه کې د پاکستان، ایران او افغانستان حکومتي چارواکو د افغان کډوالو لپاره د ځانګړي صندوق ملاتړ وکړ.

د پاکستان لپاره د یونسیار ویاند قېصرخان اپریدي د ډېسېمبر پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل، د صندوق له لارې هیوادونه او ادارې پیسې ورکوي او دا به په پاکستان او ایران کې میشت د افغان کډوالو اقتصاد په ښه کولو مصرفېږي.

"په دې پیسو به کډوالو ځوانانو ته تعلیم او هنر ورکول کېږي. په شخصي کمپنیو کې به دغو ځوانانو ته کارونه پیدا کوو، د دې لپاره چې کله دا ځوانان افغانستان ته بېرته لاړ شي نو چې هلته په پرمختیایي کارونو کې فعال رول ولوبوي."

په پاکستان کې دا مهال ۱،۳ او په ایران کې نهه نیم لکه افغان کډوال میشت دي.

په وروستیو کې پاکستان افغان کډوالو ته په بینکونو کې د اکاونټونو جوړولو اجازه هم ورکړي.

قېصر اپریدي وویل پاکستان، ایران، افغانستان او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره یونسیار په دې سلا شول چې د افغان کډوالو د ستونزو د حل او د دوی تعلیم، روزګار او روغتیا په برخه کې رول ترسره کوي.

د جینوا غونډه د ډېسېمبر پر۱۶مه پېل شوې وه. په غونډه کې د پاکستان، جرمني، ترکيه، کوستاریکا او ایتوپیا هیوادونو چارواکي د ډېرو کډوالو د کوربنو په حیث شریک شول.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره وایي، نړیوال بېنک، امریکایي بېنک او ځینې حکومتونو او خېریه ادارو له کډوالو سره د مرستو له ۷۰۰ زیاتې ژمنې وکړې. چې زیاتره به یې د کډوالو پر اقتصادي مصرفېږي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG