د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي ضلعو ټول معدنیات سرکاري وګرځول شول


د مرمرو کاڼي څنګه جوړېږي او تراشل کېږي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:31 0:00

د مرمرو کاڼي څنګه جوړېږي او تراشل کېږي؟

پراګ ـ د خېبر پښتونخوا حکومت د نومبر پر ۱۳مه د یوې قانوني مسودې په منظورلو سره د قبایلي ضلعو ټول معدنیات سرکاري وګرځول. قبایل په ۲۰۱۸ز کال په مې میاشت کې په خېبر پښتونخوا ورګډ کړل شول.

په چارشنبه د اسمبلۍ په غونډه کې د معدنیاتو وزیر ډاکټر امجد علي دغه قانوني مسوده وړاندی کړه او د اپوزیشن له غړیو سره د مشورې او په اسمبلۍ کې د بحث پرته یې منظوره کړه. د دې قانون په منظورۍ سره په قبایلي ضلعو کې ټول معدنیات د سرکار ملکیت ګرځول شوی دی.

اپوزیشن غړیو پر دې احتجاج وکړ او د حکومتي غړیو اقدام يې غیر جمهوري وباله.

د عوامي نیشنل ګوند پارلېماني مشر پر دې مهال د وینا پر وخت وویل پر دومره مهمه قانون سازۍ د قبایلي ضلعو استازي په اعتماد کې نه اخستل یوه نااشنا خبره ده.

د قانون او پارلیماني چارو صوبايي وزیر سلطان محمد خان وویل چې د معدنیاتو په قانون کې د مجوزه بدلون لپاره په اسمبلۍ کې بحث ته اړتیا نه وه.

د اپوزیشن غړیو د قانون منظورولو پر وخت د اسمبلۍ د سپیکر مشتاق غني

"زموږ پرې تحفظات دي. حکومت په داسې قانونو دا ذخېرې خپلو خلکو او ځینو قوتونو ته ورکول غواړي او په معدنیاتو قبضه کوي."
میا نثار ګل


له چوکۍ ګیرچاپېره شول، پر حکومتي اقدام يې نیوکې کولې او احتجاج يي کاوه خو د حکومتي غړیو د اکثریت له کبله قانوني مسوده بیا هم منظوره شوه.

له باجوړه د پښتونخوا اسمبلۍ غړی سراج خان له اوږدې مودې راهسې په قبایلو کې د معدنیاتو کاروبار کوي.

نوموړي بېګا مشال رېډیو ته وویل حکومت د بحث پرته مسوده منظوره کړه او که بحث ورباندې شوی واې نو ښې مشورې به یې ورکړی وای ځکه چې په دې برخه کې ډېر مالومات لري.

"زیات ماربل دي، ګرینایټ او کاپر هم شته، کرومایټ او سلپرټینو کانونه شته. زرغون ګارنیټ، سور کارنیټ، هایډوکرېټ، کرسټل او نور معدنیات هم شتون لري."

په قبایلو کې موجود معدنیات د قامو او خېلونو جایداد دی او ځینې یې بیا د خلکو ذاتي هم دي. هغه معدنیات چې په غرونو کې او شاملاتو کې دي نو د قام ټول وګړي یې په شریکه خرڅوي او ګټه ټول قام پخپلو کې تقسیموي.

د معدنیاتو په اړه مسوده چې کله اسمبلۍ ته وړاندې شوه نو د اپوزیشن غړیو ورباندې سخت احتجاج وکړ او د حکومت پر ضد یې نعرې ووهلې.

په صوبایي اسمبلۍ کې د اپوزیشن ګوند جمعیت علما اسلام ف سیاستوال او د معدنیاتو او وسایلو د پرمختګ د سټېنډینګ کمیټۍ غړی میا نثار ګل وایي، د معدنیاتو په اړه حکومتي بل د قبایلو پر وسایلو د قبضې مترادف دی.

"زموږ پرې تحفظات دي. حکومت په داسې قانونو دا ذخېرې خپلو خلکو او ځینو قوتونو ته ورکول غواړي او په معدنیاتو قبضه کوي."

خو د معدنیاتو صوبایي وزیر امجد علي دا ردوي او وایي په قبایلو کې پر معدنیاتو د خلکو او قامونو ترمنځ شخړی وي او له دې قانون سره نه یوازې دغه لانجې ختمې شي بلکې د سیمې خلکو ته به په خپلو غرونو او درنګونو کې روزګار په لاس ورشي.

فعال او د قبایلو د ځوانانو د تنظیم (ټرایبل یوت فورم) مشر ریحان زېب په قبایلو کې د وسایلو او معدنیاتو په اړه مالومات ټولوي. هغه وایي په قبایلو کې تر ټولو زیات ماربل او کرومایټ دي.

"په ټولو قبایلي ضلعو کې ۳۵ میلیونه ټنه کاپر، ۲ میلیونه ټنه مېګنیز او ۱۳۵ میلیونه ټنه ماربل موجود دي."

اپوزیشن ګوندونه او فعالان دا انتقاد هم کوي چې قبایل په خیبر پښتونخوا د ورګډولو وروسته نه یوازې حکومت هلته د پرمختګ کارونه نه کوي بلکې برعکس یې وسایل ورڅخه اخلي. خو حکومت وایي، په قبایلو کې یې ځینې اصلاحات کړي او دا عمل دوام لري.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG