د لاسرسي ځای

تازه خبر

''ازادي مارچ'' کې د ملتپالو ګډون، ګټه که تاوان؟


د عوامي نېشنل د مشر اسفندیار ولي خان او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی
د عوامي نېشنل د مشر اسفندیار ولي خان او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی

پراګ ـ د عوامي نېشنل د مشر اسفندیار ولي خان په ګډون د ګوند ګڼو مشرانو او غړو د اکتوبر پر ۳۱مه د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ حکومت ضد لاریون کې ګډون وکړ.

قامي وطن ګوند او پښتونخوا ملي عوامي ګوند هم هغې لاریون ته ورغلي دي. پوښتنه داده چې ملتپال ولې په هغه لاریون کې برخه اخلي او د دې د ممکنه کامیابۍ او یا ناکامۍ اغېز به د ملتپالو پر راتلونکې څه اغېز ولري؟

په کوټه کې د بلوچستان پوهنتون استاد ډاکټر برکت شاه کاکړ د پښتون ملپتالو دا ګام حیرانونکی بولي. هغه وایي د مرکز په کچه سیاست کونکو او ملتپالو ګټې له یو بل سره توپیر لري. اوسنی لاریون په مرکز کې د بدلون په اړه دی نو ځکه که ملتپالو دا انرژي د مرکز پرځای په ملتپال سیاست صرف کړې وی نو ګټه به یې زیاته وی.

"دا به ډېره ښه وه که ملتپالي او جمعیت او نور مذهبي ګوندونه د پښتنو د سیمو پر ستونزو یو دریځ لرلی خو دواړه خواوې نه یوازې نظریاتي بلکې په سیاسي میدان کې د یو بل مخالف او سیال پاته شوي دي نو ځکه زما په خیال دا [ازادي مارچ] د ملتپالو په ګټه نه دی."

که مولانا فضل الرحمان کامیاب شي نو جمعیت علما اسلام ورسره قوي کیږي او همدغه پیاوړتیا په راتلونکي وخت کې د پښتنو ملتپالو ووټونه کمولی شي.
ډاکټر برکت شا کاکړ

که څه هم په مخکنیو وختونو کې ملتپالي په ایم ار ډي او ځینو نورو تحریکونو کې ملک ګیر، ملتپالي او مذهبي ګوندونه په یو اتحاد کې پاتې شوي دي خو د پښتنو په سیمو کې مذهبي ګوندونه او ملتپال په نظریاتي او سیاسي میدانونو کې تل د یو بل مخالفت کړی دی.

ډاکټر برکت شاه کاکړ وایي، که مولانا فضل الرحمان کامیاب شي نو جمعیت علما اسلام ورسره قوي کیږي او همدغه پیاوړتیا په راتلونکې وخت کې د پښتنو ملتپالو ووټونه کمولی شي.

پښتنو ملتپالو ګوندونو عوامي نېشنل پارټۍ، پښتونخوا میپ او قامي وطن ګوند د تېر کال جولایي په عامو انتخاباتو کې د ګوتو په شمار څوکۍ ګټلي دي. په خېبر پښتونخوا کې د عوامي نېشنل ګوند او قامي وطن ګوند څخه څوکۍ د واکمن تحریک انصاف سیاستوالو وګټلي او په بلوچستان کې پښتونخوا میپ ته په زیاتو څوکیو جمعیت او نوي جوړ شوي ګوند بلوچستان عوامي پارټۍ ماتې ورکړه.

د تحریک انصاف واک ته په رسولو کې هم د پښتنو لوي لاس دی. چې حکومت کې تر راتلو وروسته تحریک انصاف کار ونه کړ نو پښتانه یې ډېر غصه کړل. نو ځکه په لوي شمېر کې لاریون ته ورغلل.
شمیم شاهد

په پېښور کې کارپوه او خبریال شمیم شاهد وایي، د انتخاباتو په نتیجو نه یوازې پیپلز ګوند، مسلیم لیګ ن او جمعیت علما اسلام ف په څېر ملک ګیر ګوندونه خپه دي بلکې دغو نتیجو پښتنانه ملتپالي هم خپه کړي او دې کار ټول ګوندونه په یوه نکته راټول کړي دي.

"په دې کې د پښتنو د ګټې او یا زیان په اړه څه ویل ګران ځکه دي چې پښتنو ته د مذهب او نورو نومونو دوکه ورکړل شوې. د تحریک انصاف واک ته په رسولو کې هم د پښتنو لوی لاس دی. اوس چې عمران خان واک ته ورسېد او پښتانه یې هېر کړل نو د پښتنو غوسه هم د نورو پرتله زیاته ده."

شمیم شاهد وایي، په ورستیو کې ګرانۍ او بې روزګارۍ د پاکستان د نورو برخو په څېر د خیبر پښتونخوا خلک هم ډېر ځپلي او خلک غوسه کړي دي. له ملتپالو سره دا ویره هم وه، که حکومت مخالفه لاریون ته ورنشي نو هسې نه غړي یې په خپل سره هلته ورشي.

مولانا فضل الرحمان د حکومت پرضد لاریون کې څلور غوښتنې لري چې پکې د وزیراعظم عمران خان استعفا، د پوځ له ګمارنې پرته انتخابات، د احتساب قامي ادارې نیب لخوا سیاسي ګوندونو د نیول شویو مشرانو خوشې کول او په ایین کې اسلامي دفعاتو د تحفظ غوښتنې شاملې دي.

عوامي نیشنل ګوند او پښتونخوا میپ دریځ لري چې وار له مخه یې ورته غوښتنې لرلې نو ځکه په دغه لاریون کې برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG