د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ: مفتي سلطان محمد خاورو ته وسپارل شو


تور واسکټ اغوستی مفتي سلطان محمد له خپلو ملګرو سره
تور واسکټ اغوستی مفتي سلطان محمد له خپلو ملګرو سره

پراګ ـ په باجوړ کې د جمعیت علما اسلام ف د وژل شوي د تحصیل مشر مفتي سلطان محمد د جنازې مراسم نن د اکتوبر پر ۲۹مه په واړه ماموند بدان کلي کې ترسره شول چې پکې ګڼو خلکو ګډون وکړ.

مفتي سلطان محمد په ۱۹۸۱ز کې د باجوړ په بدان کلي کې د حاجي نازبین خان کره پیدا شوی و. هغه لومړنی زده کړې په خپل کلي او لوړې زده کړې یې د اکوړي په حقانیه مدرسه کې کړې وې. نوموړي ترمنځنۍ درجې ښونځې هم ویلی و.

مفتي سلطان محمد د ۲۰۱۹م د خېبر پښتونخوا د اسمبلۍ په انتخاباتو کې د کاندید په حېث برخه اخیستې وه او ۹۲۲۵ رایې یې اخیستی وې.

پر نوموړي د اکتوبر په ۲۸مه وسله والو هغه مهال ډزې کړې وې چې له کوره جومات ته روان و. هغه لومړی زخمي و چې بیا وروسته په د پېښور په یو روغتون کې یې ساه ورکړه.

د مفتي سلطان محمد د ژوند او کار په اړه ظفرخان په باجوړ کې د ځایي خبریال او د مفتي سلطان محمد له یو ملګري مفتي بلال یاسر سره مرکه کړې.

مفتي سلطان محمد په باجوړ کې خاورو ته وسپارل شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:35 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


XS
SM
MD
LG