د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې چاودنې یو تن وژلی، ۱۳ ژوبل

په کوټه کې چاودنه.
په کوټه کې چاودنه.

پراګ- د کوټې ښار په مرکز باچا خان چوک ته څېرمه د اګست پر شپږمه ماښام یوې چاودنې یو تن وژلی او تر ۱۳ زیات ژوبل دي.

د بلوچستان د پولیسو په وینا، چاودنه هله وشوه کله چې په یوه مارکیټ کې د اختر لپاره خلک سوداګانې کولې.

روغتیايي چارواکي وايي، تر اوسه د پېښې له ځایه د یو تن مړی او ۱۳ کسان روغتون ته رسول شوي.

تر چاودنې وروسته پولیس د پېښې ځای ته رسېدلي او هلته یې شاوخوا سیمه نیولې ده او د پېښې پلټنې یې پیل کړي دي.

هېچا هم د دغه پېښې ذمه داري پر غاړه نه ده اخیستې.

د بلوچستان پولیسو مشر عبد الرزاق په وینا چې د لومړنۍ پلټنو داسې ښکاري چې د مارکیټ په یوه دوکان کې باروت اېښودل شوی ول او چاودنه یې وکړه.

د یادونې وړده چې یوه اوونۍ مخکې د کوټې په لیاقت بازار کې د سټي تاڼې مخې ته د پولیسو پر یو موټر چاودنه شوې وه چې له کبله یې پنځه تنه وژل شوي ول او تر۳۰ زیات ژوبل شوي ول.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

  • انځور سایز

    هدایت سلطاني

    هدایت سلطاني د مشال راډیو پر ووبپاڼه خبرونه او رپورټونه خپروي.

XS
SM
MD
LG