د ((قبايلي سيمې د بدلون پر لور)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست
د مشال راډیو په اوونيزې خپرونې ((قبايلي سيمې د بدلون پر لور)) کې په خېبر پښتونخوا کې د فاټا د ورګډېدو وروسته بدلونونو ته کتنه شوې ده. د دې لړۍ په روانه کړۍ کې په قبايلي سيمو کې د ټليفون او انټرنېټ پر اسانتياوو بحث شوی دی. د پاکستان وفاقي او د خېبر پښتونخوا صوبايي چارواکو په وار وار اعلانونه کړي چې قبايلو ته د موبايل ټليفون او موبايل انټرنېټ اسانتياوې ورکوي. دا چې اوس په دې برخه کې څومره پرمختګ شوی؟ په روانه خپرونه کې يې اورېدلای شئ.
دا خپرونه احمد شاه اعظمي وړاندې کوي.
خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.
-
احمد شاه اعظمي
احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي او د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده.