۱۵:۵۳
۲۰.۷.۲۰۱۹
د قبايلي سيمو يو شمېر رايې ورکوونکو مشال راډيو ته وويل چې د رايو اچولو مرکزونه يې ډېر ليرې جوړ شوي چې په ورتګ کې يې ستونزې لري.
۱۵:۵۱
۲۰.۷.۲۰۱۹
د پاکستان د انتخاباتي کميسيون د شمېرو له مخې ۲۸ لکه ووټران د صوبايي اسمبلۍ په نننيو ټاکنو کې رايه کارولای شي چې ۱۶ لکه ۷۰ زره نارينه او ۱۱ لکه ۳۰ زره يې ښځې دي.
۱۵:۳۰
۲۰.۷.۲۰۱۹
نن د قبايلي ضلعې باجوړ او خېبر پر درو درو چوکيو، د مومندو، کورمې، شمالي وزيرستان، جنوبي وزيرستان پر دوو دوو او د اورکزو او د پخوانيو سرحدي سيمو يا اېف ار پر يوې يوې چوکۍ انتخابات کېږي.
۱۵:۰۰
۲۰.۷.۲۰۱۹