د لاسرسي ځای

تازه خبر
په خېبر ضلع کې ځايي خلک رايې کاروي
په خېبر ضلع کې ځايي خلک رايې کاروي

قبايلي ضلعو کې د صوبايي اسمبلۍ انتخابات

په قبايلي ضلعو کې د جولای پر ۲۰مه د صوبايي اسمبلۍ انتخابات کېږي. دا لومړی ځل چې د دې سيمو خلک د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ لپاره خپل استازي ټاکي.

په قبايلي ضلعو کې د جولای پر ۲۰مه د صوبايي اسمبلۍ انتخابات کېږي. دا لومړی ځل چې د دې سيمو خلک د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ لپاره خپل استازي ټاکي.

  • په دې سيمو کې د ۱۶ عامو چوکيو لپاره ۲۸۵ نوماندان ميدان ته راوتلي دي. پر دې سربېره د ښځو لپاره څلور ځانګړي چوکۍ او د مذهبي لږکيو لپاره يوه ځانګړې چوکۍ هم شته.
  • د پاکستان انتخاباتي کميسيون د ۲۰۱۸م کال تر پارليماني ټاکنو وړاندې قانون جوړ کړی و چې له مخې يې په هره انتخاباتي حلقه کې د ښځو ۱۰ فيصده رايې لازمي ګرځول شوي وې.
  • دا انتخابات تر هغه وروسته کېږي چې د ۲۰۱۸م کال په مې مياشت کې د پاکستان په ايين کې تر ۲۵م بدلون وروسته فاټا په خېبر پښتونخوا صوبه ورګډه کړل شوه.
  • د پاکستان انتخاباتي کميسيون د معلوماتو له مخې په قبايلي سيمو کې ۲۸ لکه کسان د رايو کارولو حق لري.
۱۳:۳۴ ۲۰.۷.۲۰۱۹

د رايو مرکزونو د امنيت لپاره ۳۴ زره امنيتي سرتېري ګمارل شوي دي.

۱۲:۴۶ ۲۰.۷.۲۰۱۹
په شمالي وزیرستان کې د رایو اچول روان دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:39 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

۱۲:۱۴ ۲۰.۷.۲۰۱۹

د قبايلي ضلعو د بېلا بېلوسيمو وګړيو نن مشال راډيو ته وويل چې ډېر خوشحاله دي چې نن په لومړي ځل د صوبايي اسمبلۍ په ټاکنو کې برخه اخلي.

۱۲:۱۱ ۲۰.۷.۲۰۱۹

د قبايلي سيمو نوماندان شکايت کوي چې د ښځو لپاره د رايو اچولو ځانګړي مرکزونه کم دي.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG