د ((قبايلي سيمې د بدلون پر لور)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست
د مشال راډیو په اوونيزې خپرونې ((قبايلي سيمې د بدلون پر لور)) کې په خېبر پښتونخوا کې د فاټا د ورګډېدو وروسته بدلونونو ته کتنه شوې ده. د دې لړۍ په روانه کړۍ کې په قبايلي سيمو کې د راتلونکو صوبايي انتخاباتو په اړه بحث شوی دی. د قبايلي سيمو په تاريخ کې دا لومړی ځل دی چې ولس به يې د صوبايي اسمبلۍ د چوکيو لپاره خپل استازي ټاکي. د فاټا په خېبر پښتونخوا کې تر ګډېدو وروسته د پاکستان انتخاباتي کميسيون پرېکړه کړې چې په دې سيمو کې به دغه ټاکنې د جولای پر ۲۰مه کېږي.
دا خپرونه احمد شاه اعظمي وړاندې کوي.
خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.
-
احمد شاه اعظمي
احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي او د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده.