د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فرشتې د وژنې په تور نيولي تن خپل جرم ومانه: پولیس


د اسلام اباد پوليس وايي د مومندو لس کلنې فرشتې مومند د وژنې په تور نيولي تن منلې چې هغې يې تر جنسي تيري وروستو وژلې وه.

د اسلام اباد په شهزاد ټاون تاڼه کې د فرشتې د کيس انچارج انسپکټر انيس اکبر د جولای پر نهمه نېټه ورځ مشال راډيو ته وويل د فرشتې مومند د کورنۍ غړيو د ورکړیو مالوماتو پس یې د جون پر ۲۱مه نېټه يو مشکوک تن چې نثار نومېږي ونيولو او له عدالته يېچې کله د هغه د ریمانډ (پوښتنو ګروږنو) ريمانډ اخیستو پس هغه خپل جرم ومنلو.

د اکبر په وينا چې تورن نثار هغه ټول ځايونه دوی ته وښودل چې دی پکې فرشتې ته کښينستلو او له هم هغه ځایه یې اوچته کړې وه. د فرشتې له تورن قاتله يو رومال هم ترلاسه شوی چې د هغه د ځينو نښو له د ډي اېن اې ازموینې پس دا جوته شوه چې نثار د فرشتې قاتل دی.

د انسپکټر انيس په وينا د جولای تر ۱۸ نېټې پورې به د ملزم نثار چالان بشپړ شي او له پس به یې عدالت ته وړاندې کړي چې ورباندې به د مقدمې رسمي اورېدنه پیل شي.

فرشته مومند د مې پر ۱۵مه له اسلام اباده ورکه شوې وه او د مې پر ۲۰مه يې مړی وموندل شو. د هغې د وژنې پرضد یې د کورنیو غړیو او ځايي خلکو په ترامړي چوک کې احتجاج هم کړی وو او د حکومت لخوا د مظاهرچيانو غوښتنې منلو وروستو د مې پر ۲۱ يې نوموړې خاورو ته وسپارله.

د فرشتې پلار ګل نبي بېګا ماسخوتن ناوخته مشال راډيو ته وويل پر نثار يې ځکه هم شک وو چې د لور د ورکېدو وروستو دی هم غايب شوی وو.

د نوموړي وينا وه ملزم نثار يې له لور سره چې کوم ظلم زياتې کړی نو هغه يې پوليسو ته منلی دی او هغه کاڼی چې د ده لور يې ورباندې وهلې وه هغه هم د پوليسو په ولکه کې دی نو غواړي چې د فرشتې له قاتل سره دې هغه عمل وکړل شي کوم چې د ده له لور سره یې کړی وو.

د يادونې ده چې د فرشتې مومند د وژنې وروستو اپوزيشن ګوندونو له حکومته غوښتنه کوله چې ژر تر ژره دې د هغې په وژنه ککړ تن ونیول شي او ورته دې سزا ورکړي.

وزيراعظم عمران خان هم د فرشتې وژنې په اړا اسلام اباد پوليسو نه وضاحت په غوښتلو سره امر کړې و چې هره ورځ دې ورته د پلټنو په اړه تازه مالومات وړاندې کړل شي.

XS
SM
MD
LG