د ((قبايلي سيمې د بدلون پر لور)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست
اوس ستاسو پام د اوونيزې خپرونې ((قبايلي سيمې د بدلون پر لور)) راګرځوم. په دې خپرونه کې د فاټا له ورګډېدو وروسته بدلونونو ته کتنه شوې ده. په روانه خپرونه کې په قبايلي سيمو کې د کرفيو يا ګرځبنديز په اړه بحث شوی دی چې ځايي ولس يې څنګه اغېزمن کړی او د خېبر پښتونخوا حکومت يې د مخنيوي لپاره څه کوي؟ دا خپرونه احمد شاه اعظمي وړاندې کوي.
خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.
-
احمد شاه اعظمي
احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي او د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده.