د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانيو بانکونو افغانانو ته اکاونټونه خلاصول پیل کړل


په کراچۍ کې پاکستانی حبیب بېنک
په کراچۍ کې پاکستانی حبیب بېنک

پراګ ـ د وزیراعظم عمران خان د حکم سره سم د پاکستان بینکونو په هغه هیواد کې میشت افغان کډوالو ته د اکاونټونو خلاصولول پیل کړي دي.

د پېښور یو شخصي بینک میزان منیجر عبدالرحمان پرون مشال ریډیو ته وویل د مرکزي بینک پر حکم یې په تېرو څو ورځوکې خواوشاه شل افغانانو ته کاونټونه جوړ کړي دي. هغه وایي هغه افغانان چې د رجسټریشن کارډ ( پي او ار) کې تر شپږ میاشتو زیات وخت ولري،اکاونټ خلاصولی شي.

"موږ صرف پي او ار کارډ ګورو، د اسان اکاونټ په نامه اکاونټ خلاصولی شي. سوداګریز او نور اکاونټونه هم خلاصولی شي. موږ د افغانانو لپاره اکاونټونه خلاصول شورو کړي دي"

خو په پېښور کې میشت ځینې افغان سوداګر لا هم د اکاونټونو په خلاصولو کې ستونزې لري.

حبیب،الائیډ،یونایټیډ،الحبیب او نورو بېنکونو ته لاړم، ځینو بېنکونو ولا رانه د موبایل نمبر هم واخیستو او ویل چې که اکاونټ جوړیدو نو بیا درسره اړیکه نیسم خو تراوسه چا راسره رابطه نه ده کړې
شاکرالله په پېښور کې یو افغان کډوال

۳۴ کلن شاکرالله په پاکستان کې پیدا شوی، د پېښور له پوهنتونه یې په انګریزۍ کې ماسټري کړې خو چونکې کډوال دی نو دپاکستان په سرکاري او یا غیر سرکاري ادارو کې کار نشي کولې. هغه د انټرنیټ له لارې قیمتي کاڼي خرڅوي. نوموړي مشال ریډیو ته وویل د عمران خان تر اعلان وروسته څو ځل بینکونو ته ورغلې خو لا هم په اکاونټ جوړولو نه دی توانیدلی.

"حبیب،الائیډ،یونایټیډ،الحبیب او نورو بېنکونو ته لاړم، ځینو بېنکونو ولا رانه د موبایل نمبر هم واخیستو او ویل چې که اکاونټ جوړیدو نو بیا درسره اړیکه نیسم خو تراوسه چا راسره رابطه نه ده کړې."

شاکر وای، که په خپل اکاونټ ولري نو کاروبار به ورسره ښه شي ځکه چې اوس مهال د حوالې له لارې پیسې راغواړي چې ورڅخه زیات کمیشن اخیستل کیږي.

په پاکستان کې افغان کډوال له تېرو خواوشا څلویښت کلونو راهسې اباد دي خو دا لومړی وار دی چې هغوی ته په بینکونو کې د اکاونټ خلاصولو اجازه ورکړل شوې ده.

د پېښور په نمک منډۍ کې یو سوداګر حاجي اضغر وایي، دوی ته په ورکړل شویو پي او ارکارډونو وخت تېر شوی دی چې له وجې یې اکاونټونه په خلاصولو کې زړه نا زړه دي.

"زموږ پي او ار کارډونو وخت ختم شوی دی، موږ وایو که اکاونټ جوړ کړو او پیسې پکې واچوو هسې نه د بېنکونو والا راته ووایي چې ستاسو د کارډ وخت تېر دی پېسې نشې اخیستلې، لکه څنګه چې دوی ځینې پاکستانیانو ته وایي چې شناختي کارډ دې بلاک دی، پیسې له بېنکه نشې وستلې، په دې وجه مو فیصله وکړه چې فی الحال اکاونټونه نه جوړوو"

مخکنو حکومتونو افغانانو ته درې میاشتې یا شپږ میاشتې وخت ورکوو، موږ کوشش کوو چې دا ځل د جون له ۳۰مې مخکې مخکې له حکومته د افغانانو لپاره زیات وخت واخلو، که داسې وشول نو د بېنکونو او نورې ستونزې به هوارې شي
د یونیسیار ویاند قېصرخان اپریدی

په پاکستان میشت د افغان کډوالو د استوګنې موده د جون پر ۳۰مه پایې ته رسیږي. د دې ترڅنګ د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو این ایچ سي ار لخوا ورکړل شویوګڼو کارډونو موده څو میاشتې مخکې پایي ته رسیدلې او دغه کډوال په عارضي ټوکن وخت تیروي.

په پاکستان کې د یو این ایچ سي ار ویاند قیصر خان اپریدي بیګا مشال ریډیو سره په خبرو کې د پاکستاني حکومت کډوالو ته د بینک اکاونټونو د اجازې ورکولو هرکلی وکړ ، هغه وویل د پاکستان حکومت د کډوالو د پي او ار کارډونو د مودې غزلو لپاره د حکومت سره په خبرو بوخت دي.

"مخکنو حکومتونو افغانانو ته درې میاشتې یا شپږ میاشتې وخت ورکوو، موږ کوشش کوو چې دا ځل د جون له ۳۰مې مخکې مخکې له حکومته د افغانانو لپاره زیات وخت واخلو، که داسې وشول نو د بېنکونو او نورې ستونزې به هوارې شي"

پاکستان چې دا مهال د اقتصادي ستونزو سره مخ دی، د هغه هیواد وزیراعظم عمران خان د روان کال په فیبروۍ کې پر افغان کډوالو ته په بینکونو کې د اکاونټونو خلاصولو او د پاکستان په اقتصاد کې د برخې اخیستلو ویلي و.

XS
SM
MD
LG