د ((سندرې جادوګرې)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.
د دې اوونۍ خپرونه د خيبرپښتونخوا د صوابۍ د تورډېري کلي د يوه نوميالي هارمونيم غږوونکي او موسيقار فاروق استاد د ژوند او هنر په اړه ده.
استاد، چې عمر يې تر ۶۰ کلونو اوښتی، لا هم د هنر په ډګر کې فعاله دی.
ده ته په سيمه کې د هندي کلاسيکي موسيقۍ د پوه په سترګه کتل کېږي.
استاد يو شمېر شاګردان هم روزلي.
نور معلومات او څو سندرې د غږ په ځای کې.