د ((قبايلي سيمې د بدلون پر لور)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست
د مشال راډیو په اوونيزې خپرونې ((قبايلي سيمې د بدلون پر لور)) کې په خېبر پښتونخوا کې د فاټا د ورګډېدو وروسته بدلونونو ته کتنه شوې ده. د دې لړۍ په روانه کړۍ کې په قبايلي سيمو کې د خاصه دار او ليويز ځواک په پوليس کې پر ضم کېدو بحث شوی دی. د قبايلي سيمو خاصه دار او لېويز ځواک له څو مياشتو راهيسې په دې سيمه کې د پوليس نظام پلي کولو پر ضد احتجاج وکړ خو کله چې يې غوښتنې ومنل شوې نو د خېبر پښتونخوا حکومت په رسمي توګه په پوليس کې د دوی د ورګډولو اعلان وکړ.
دا خپرونه احمد شاه اعظمي وړاندې کوي.
خپرونه لاندې د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.