د پاکستان بشري حقونو خپلواک کمېشن مشر ډاکټر مهدي حسن وايي په پاکستان کې د سختدريځۍ زياتېدلو په وجوهاتو کې د بيان ازادۍ تروړلو له کبله د مباحثې نه شتون، د تنقيد نه زغمل، د مدني ټولنو فعاليت کمېدل او تر بنديز لاندې ډلو فعاليت شامل دي چې نور خلک بنسټپالنې ته هڅوي.
مهدي حسن د اپرېل په اتمه مشال راډيو ته وويل: ''په ټولنه کې مذهبپالنه بېخي ډېره زياته شوې ده. داسې مذهبي ډلې شته چې تر بنديزونو وروسته يې په بدلو نومونو فعاليت ته دوام ورکړی دی. دوی ته له بهره هم پېسې راځي او په پاکستان کې يې هم راټولوي. زموږ مدرسو کې داسې نصاب ښوول کېږي چې له کبله يې په ټولنه کې د خلکو تر منځ کرکه زياتېږي. له دې سره سختدريځي پراخېږي.''
مهدي حسن مشال راډيو ته دا هم وويل چې په دا وروستيوو کې په زور په سیند صوبه کې د جينکو مسلمانولو او ودولو په پېښو هم اندېښنې لري او زياتوي چې په دې پېښو کې ککړو کسانو ته سزا نه ورکول اسلامپاله خلک سختدريځۍ ته هڅوي.
د تحريک انصاف حکومت د اطلاعاتو وفاقي وزير فواد چوهدري ويلي چې وزيراعظم عمران خان د دې پېښو د څېړنو حکم کړی دی او حکومت به قانون پر هر چا عملي کوي.
د سختدريځۍ په اړه د يو کتاب ليکوال او څيړونکی ډاکټر فضل رحيم مروت مشال راډيو ته وويل د سختدریځۍ مخنيوي لپاره بايد د قامي ايکشن پلان په نامه هغه پاليسي په سختۍ سره عملي کړي چې په ۲۰۱۵ کال یې کې يې د وسله والو ډلو د ځپلو لپاره جوړ کړی وو.
هغه زياتوي: ''قامي ايکشن پلان کې شل ټکي دي. دا هم پکې دیو چې د سختدريځۍ مخنيوي لپاره به کار کېږي. په دې کې د مذهبي لږکیو پروړاندې د کرکې خورونکي نصاب بدلون هم راځي خو داسې و نه شول. په پاکستان کې د سختدريځۍ ختمولو نيت نه شته.''
مشال راډيو د سختدريځۍ په اړه د پاکستان بشري حقونو کمېشن د چارواکو د څرګندونو په باب د مذهبي چارو وزارت سره رابطه وکړه. هلته يو چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط وويل چې د وزيراعظم عمران خان د پالیسۍ تر مخه دوی د ديني عالمانو سره په ټولنه کې د مذهبي سختدريځۍ د کمولو لړ کې کار کوي.