د فبرورۍ پر درېیمه، د محمد ارمان لوڼي د وژنې خلاف د پښتون ژغورنې غورځنګ او د مدني ټولنو غړو په پاکستان او افغانستان کې مظاهرې وکړې او ځای په ځای د هغه د جنازې غایبانه لمونخونه نه هم ادا شول. خلکود مظاهرو پر مهال لیکلي شعارونه هم پورته کړي ول چې پکې لیکل شوي وو، د پښتنو ځوانانو وژنه دې بنده شي.
خو بل پلو، د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاالله لانګو دعوه کړې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ محمد ابراهیم ارمان لوڼی د پولیسو د تشدد له وجې نه، بلکې د زړه حرکت بندېدو له کبله مړ شوی دی.
دا خبره نوموړي د فبرورۍ پر درېیمه مشال راډیو ته وکړه.