د ((سندرې جادوګرې)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.
د دې اوونۍ په خپرونه کې د نوميالي سندرغاړي استاد خيال محمد مشهورې سندرې او د هغه د ژوند او هنر مختصر حال اورئ.
د استاد زوی وصال خيال وايي، پلار يې په ۱۹۴۶ز کال کې د پېښور په رامداس بازار کې زېږېدلی دی.
د پاکستان ټېلېوېژن پېښور څانګې يو پخوانی پروډيوسر شوکت علي وايي، له خيال استاد يې د پښتو کلاسېک شاعرانو يو شمېر غزلونه رېکارډ کړي دي.
په پېښور کې موسيقار نذير ګل استاد په دې اند دی چې په پښتنو کې به د خيال محمد په څېر بااستعداده سندرغاړی بيا پيدا نه شي.
په خپرونه کې د دې خبرو ترڅنګ د استاد څو مشهورې سندرې هم اورېدای شئ.
نښلول
شریک کړئ
خپرونه دلته واورئ
په لاس د مشال راډیو
نښلول
شریک کړئ
کوډ کاپي شوی دی.
دا پته کلېپبورډ ته کاپي شوه
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته
0:00
0:26:05
0:00
د ډاېرېکټ لېنک
-
هارون باچا
هارون باچا د پښتو ژبې نومیالی هنرمند او د مشال راډیو خبریال دی. دی هنري خپرونه "هارون باچا هنري ګړۍ" هم جوړوي.