پراک- په کابل کې د جنورۍ پر۱۴مه ماښام د بهرنیانو د یو کېمپ مخې ته د موټر بم بريد ذمه واري طالبانو منلې ده.
په دغه برید کې څلور تنه وژل شوي او تر ۹۰ زیات ټپیان دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د جنورۍ پر ۱۵مه خبریالانو ته په یو لېږلي پېغام کې ویلي چې دغه برید دوی کړی دی.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد د جنورۍ پر۱۴مه ماښام مشال راډیو ته وویل په وژل شوو کې درې پوځیان دي.
بلخوا په پېښه کې د ۲۳ ماشومانو او ۱۲ مېرمنو په شمول تر ۹۰ زیات ټپیان شوي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش تېر ماښام مشال راډیو ته ويلي و چې پېښه د کابل جلال اباد په لویه لار واقع ګمرک ته نېږدې د ګرین ویلېج په نوم د بهرنیانو په کېمپ کې وشوه.
دی وايي، د چاودنې له کبله نېږدې کورونه زیانمن شوي.