د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومتي کاري ډله وايي د قبایلي اصلاحاتو ۸۰ فیصده کار بشپړ شوی


د شاوخوا یوې نیمې لسیزې ناامنیو قبایل ځپلي او چارواکي وايي، بیارغونې ته یې ژمن دي
د شاوخوا یوې نیمې لسیزې ناامنیو قبایل ځپلي او چارواکي وايي، بیارغونې ته یې ژمن دي

پراګ - د قبایلي سیمو اصلاحاتو عملي کولو لپاره د وفاقي حکومت کاري ډلې غړی سېنېټر هدایت الله وايي، په خیبر پښتونخوا د قبایلو ورګډولو په لړ کې یې ۸۰ فیصده کار بشپړ کړی.

د واکمن تحریک انصاف ګوند سیاستوال او سېنېټر هدایت الله د جنورۍ نهمې پر ماښام مشال راډیو ته وویل، په صوبې د قبایلو تر ورګډولو وروسته یوازې د عدلیې او پولیسو نظام عملي کول پاتې کېږي چې د هغې لپاره پیسو ته اړتیا ده:

"دا ۲۰ فيصده پاتې کار تر ټولو مهم دی. هلته عدالتونه جوړول دي، په هغې کې افسران لګول دي. د دې ترڅنګ د پوليسو نظام دی او د دې لپاره برتيانې (ګمارنې) کول دي. دا هر څه [له] اېن اېف سې اېوارډ سره تړلي دي."

سېنېټر هدايت الله وويل، وزيراعظم عمران خان د قبايلي سيمو لپاره په قامي مالياتي ايوارډ (اېن اېف سي) کې له درې واړو صوبو د درې فيصده برخې ترلاسه کولو ضمانت ورکړی وو او په دې لړ کې فرمان ولسمشر ته لېږدول شوی او ژر به د اېن اېف سي غونډه وروبلل شي.

وزيراعظم عمران خان په خیبر پښتونخوا د قبایلو ورګډولو او د اصلاحاتي بهیر ګړندي کولو لپاره د ۲۰۱۸ز کال په سېپټېمبر کې کاري ډله جوړه کړې وه.

همدا راز، د خيبر پښتونخوا وزیر اعلا هم په نومبر کې د قبایلي سیمو د اصلاحاتو په اړه کمېټي جوړه کړه.

خو په خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د عوامي نيشنل پارټۍ پارلېماني مشر سردار حسين بابک د حکومتي کاري ډلې دعوې ناسمي بولي او وايي، حکومت داسې اعلانونه په قبايلو کې تر انتخاباتو مخکې کوي: "دوی په رسنيو کې د بيان تر حده خبرې کوي. په قبايلي علاقو کې خلک انتظامي، مالي، عدالتي او نورې ډېرې ستونزي [لري]. هغه خلک نه [د پښتونخوا] غاړې او نه د [وفاقي حکومت تر واک لاندې دي]. حکومت به کار کوي خو ډېر په سستۍ يې کوي. حکومت ډېر په غير ذمه واره [طریقه] د انضمام عمل روان کړی."

هلته د قبايلي چارو پوه ډاکټر اشرف علي وايي، وزيراعظم عمران خان د قبايلي علاقو انضمام په اړه ډېر سنجيده دی او په وروستيو کې یې ډيرې غونډې هم کړې دي:

"فيصلې کېږي خو د دې عملې کولو لپاره منصوبه نشته. دا ځکه چې پيسې نشته. د پیسو لپاره د اېن اېف سي ايوارډ کې خبره شوې وه خو تر اوسه پورې پکې څه پرمختګ نه دی شوی. دا وړه منصوبه نه ده، بلکې پوره قبايلي سيمې جوړول دي او د هغې لپاره د پیسو بندوبست نشته."

د ۲۰۱۸ز کال د مې په اخري اوونۍ کې قبايلي سيمې په خيبر پښتونخوا کې تر شاملېدو وروسته د صوبې وزيراعلا محمود خان په لومړي وار د ۲۰۱۹ز د جنورۍ پر درېیمه باجوړ او خیبر ته ورغلی وو او له مشرانو سره یې د ليدو پرمهال ويلي ول چې حکومت هڅه کوي د قبایلو دود دستور ته په پام، هلته د پاکستان قوانین وروغځوي.

XS
SM
MD
LG