د لاسرسي ځای

تازه خبر

اماراتو په پاکستاني بانک کې د درې اربه ډالرو اېښودلو اعلان کړی


د متحده عرب اماراتو بېرغ
د متحده عرب اماراتو بېرغ

پراګ - متحده عرب اماراتو اعلان کړی چې د پاکستان د اقتصادي او مالياتي تګلارې د ملاتړ لپاره به د دې هېواد په مرکزي بانک [سټېټ بېنک اف پاکستان] کې درې اربه امريکايي ډالر ږدي. د اماراتو سرکاري خبري اژانس ليکلي چې د ابوظبۍ پرمختيايي فنډ نن [د ډېسېمبر پر ۲۱مه] بيان خپور کړ چې وايي دا پيسې به په راتلونکو څو ورځو کې د پاکستان په بانک کې ږدي تر څو د دې هېواد د پيسو ورکولو په وس او د بهرنيو اسعارو په ذخيره کې زياتوالی وشي.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان پر خپلې رسمي ټويټر پاڼې د اماراتي حکومت مننه کړې چې د ده په وينا د ازميښت په دې وخت کې يې په پراخ زړه د پاکستان ملاتړ وکړی.

دا چې په پاکستاني بانک کې به د اماراتو د دې پيسو په اېښودلو سره د دې هېواد اقتصادي حالت ته څومره ګټه ورسېږي؟ د اقتصادي چارو پوه اکرام هوتي وايي چې په دې کار سره به د پاکستان د بهرنيو اسعارو ذخيرې لږ مضبوطې شي او د پاکستانيو روپيو ارزښت به زيات نه کمېږي خو بيا هم دا د اقتصادي مشکل حل نه دی.

"پاکستان بايد پيداواري عمل، برامدات او پانګونه زياته کړي. ټېکسونه بايد کم کړي او کرپشن [اداري فساد] بايد کم يا ختم کړي. بلخوا بايد د پاکستان په ټولو صوبو کې پرمختيايي پروژې پېل کړل شي."

متحده عرب امارات په داسې حال کې پاکستان ته د درې اربه ډالرو د پور ورکولو اعلان کړی چې پاکستان له اقتصادي بحران سره مخامخ دی. تر دې وړاندې د روان ۲۰۱۸م کال په اکتوبر مياشت کې سعودي عرب اعلان کړی و چې د پاکستان د بهرنۍ کرنسۍ له ذخيرې سره د مرستې په خاطر به هم پاکستان ته د درې اربه ډالر ورکوي چې دوه اربه ډالر يې ورسپارلي او پاتې يو ارب ډالر به په راتلونکې جنوري مياشت کې پاکستان ته ورکړي.

سعودي عرب او امارات په داسې وخت کې پاکستان ته پورونه ورکوي چې د دې هېواد چارواکي له ديواليه کېدو څخه د ژغورنې لپاره د بهرنيو پورونو د ورکولو په خاطر د پیسو له نړیوال صندوق یا ای اېم ایف سره هم په خبرو بوخت دي.

دا چې پاکستان اوسمهال له کومو اقتصادي چیلنجونو سره مخامخ دی؟ د اقتصادي چارو پوه اکرام هوتي درو مهمو ټکو ته اشاره کوي.

"لومړی د پاکستان په صنعتي، ذراعتي او خدماتي څانګو کې نه خو ملازمتونه شته او نه هم پانګونه پکې کېږي. دويم، په دې هېواد کې ټېکسونه او د بجلي او ګېس بيعې زياتې دي چې له دې امله څوک پانګونه نه کوي. دريم د پاکستان بجټ زيات دی خو پرمختيايي لګښتونه يې کم دي."

د پاکستاني چارواکو په وينا پر دې هېواد بهرني پورونه په تیرو لسو کالونو کې له شپږ ټریلیونه روپيو څخه ۳۰ ټريلیونه روپيو ته رسېدلي دي.

XS
SM
MD
LG