پراګ: د پاکستان اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير فواد چودري د سېپټېمبر پر ۲۷مه اسلام اباد کې خبري غونډي ته ویلي چې په قبايلي علاقو کې تر پېنځو کلونو پوري هېڅ مالیه (ټېکسونه) نه لګوي.
د نوموړي په خبره په قبايلي سیمو کې بې کاغذه ګاډي (نان کسټم پېډ ګاډي) به تر ۲۰۲۳ کاله رجسټروي.
''زموږ دوه صوبايي قبايلي او نيمه قبايلي سيمو کې د هېواد د نورو برخو پشان قوانين نه عملي کېږي. زموږ په دغو قبايلي علاقو کې د ټيکس قوانين تر پېنځو کلونو پوري درولي دي. د دغه سيمو مالیه [ټېکس] مو بښلی دی، او موږ پرېکړه کړې چې دا به دوام لري. په قبايلي علاقو کې د بې کاغذونو ګاډو چلولو اجازت دی او دا به هم دوام لري. خو دا ګاډې بايد د ۲۰۲۳ز کال تر جون مياشتې رجسټر کړل شي.''
فواد چودري وويل چې په قبايلي علاقو کې به سېلز ټېکس، هولوډنګ ټېکس او انکم ټېکس به نه وي.
نوموړي دا خبره په داسې حال کې د قبایلي سیمو د اصلاحاتو لپاره د مسلم لیګ ن مخکيني حکومت د سرتاج عزیز په مشرۍ یوه کمېټۍ جوړه کړې وه چې د فاټا له ځینو سیمو یې د خپلو غونډو پر مهال سپارښتنې راټولې کړې وې او د هغه وخت وزیراعظم نواز شریف ته وړاندې کړې چې وروستو يې پارلېمان هم منظوري ورکړه. د دې وروسته قبايلي علاقي په خيبر پښتونخوا کې ضم کړل شوي.
د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ جمعیت علمای اسلام او د محمود خان اڅکزي ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د دغه بهیر مخالف ول او غوښتنه یې وه چې تر ګډېدو مخکې دې د فاټا له ولسه ټولپوښتنه وشي.
د قبايلي چارو پوه مسرت قديم د واکمن تحريک انصاف ګوند پرېکړي هرکلی کړی او وايي د پخوانۍ فاټا ولس ډېر زيات بې وزله او خوار دی او دا فيصله ضروري وه.
مسرت قديم زياته کړه:
''په قبايلي علاقو کې تر ۵۰ فيصده زيات خلک د غربت له کرښې لاندې ژوند کوي. د هغو سيمو خلکو ته یې هېڅ قسمه مواقعې نه دي ورکړي. له دې پرېکړي سره به په هغو سيمو کې سرمايه کاري شروع شي. صنعتونه به ولګېږي او د روزګار مواقعې به پيدا شي.''
د مسرت قديم په خبره له دې سره به د قبايلي علاقو اصلاحاتو لپاره نورې لارې پرانیستل شي.
بلخوا د قبايلي چارو پوه شهاب خټک وايي چې د اصلاحاتو اعلان عملي کول ضروری دی.
''د ايف سي ار تر قانون لاندې د پخوانۍ فاټا له ولس سره ډېر زياتی روان دی. حکومت بايد د عدالتونو نظام، بنيادي انساني حقونو او نورو مهمو مسلو ته پام وکړي.''
خو د پاکستان وزیراعظم عمران خان د خېبرپښتونخوا تر انتظام لاندې سیمې پاټا او فاټا په خېبر پښتونخوا کې د ورګډولو چارې ګړندۍ کولو لپاره د سېپټمبر پر اوومه یوه کاري ډله ګومارلې وه چې په ټاکلې موده کې دغه بهیر سر ته ورسوي او په دې لړ کې د ورپېښو ستونزو لیرېکولو لپاره به اقدامات کوي.