د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي وزير فواد چودري وايي، له چين سره اقتصادي راهدارۍ کې سعودي عرب ته يې د درېم ملګري اقتصادي او ستراتيجک هېواد په توګه د شاملېدو بلنه ورکړي.
فواد چودري په پنجشنبه په اسلام اباد کې د خبري کانفرس پر مهال وویل، چې راتلونکې مياشت به د سعودي عرب يو لوړ پوري پلاوي د اسلام اباد سفر کوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به مهم تړونونه لاسليکېږي.
''په دې پلاوي کې به د سعودي عرب د خزاني، توانايي وزيران او د کاروبار مشر شامل وي. په دې سفر کې به د سعودي عرب او پاکستان ترمنځ د یوه لوی اقتصادي شراکتدارۍ بنياد کېښودل کېږي. سعودي عرب لومړني هېواد دي چې په اقتصادي راهدارۍ کې د درېم ملګري هېواد په توګه په پروژو کې د شموليت بلنه ورکړې.''
فواد چودري زياته کړه چې سعودي عرب به اقتصادي راهدارې په پروژو کې سرمايه کوي او د دې تفصيلات به د اکتوبر په لومړۍ اونۍ کې وړاندې کړي.
عمران خان د وزيراعظم څوکۍ سمبالو وروسته لومړنۍ سفر د سعودي عرب او متحده عرب اماراتو وکړو. په اسلام اباد کې خبريال عمر چيمه وايی، دا ټولې ژمني دي او دا به په راتلونکو ورځو کې نور هم واضحه شي چې تر څومره حده پوري په دي عمل کېدلی شي.
''موږ ته په معاشي بحران قابو موندلو لپاره لنډمهاله مالي مرسته پکار ده، نو له دې ښکاري چې حکومت به ای اېم اېف ته د امداد لپاره ځي. که چېرې دوی له سعودي عربه د سرمايه کارۍ تمه کوي نو هغه خو د اکتوبرله لومړۍ نېټې نه پیلېږي بلکې پر هغه به تر يو کاله پورې وخت لګېږي.''
خبريال عمر چيمه زياته کړه چې موجوده حکومت له نورو هېوادونو څخه د امداد پرځای سرمايه کاري غواړي. خو د ولسي تحريک مشر ډاکټر سيد عالم مسود وايي، د اقتصادي راهدارۍ په پروژو کې سعودي عرب شاملولو سره به نورې مسلې هم راپورته شي.
''ما يو کال مخکې د امريکا يوې څېړنيزې ادارې راپور کتلی وو چې پاکستان د سعودي عرب او چين په منځ کې تعلق جوړول غواړي. لار ورکول غواړي. دغه هېوادونه له يو بل سره تړل غواړي. خو دا ډېره پېچلې مسله ده. لومړنۍ خبره دا ده چې په پاکستان کې د ترهګرۍ په حواله د سعودي عرب نوم ښه نه دی. خو پاکستان ته د پيسو ضرورت دی. که چېرې پاکستان داسې کوي نو مسلې به نورې زياتې شي او ګټه به يې کمه وي.''
د سېپټېمبر په ۱۳مه په اسلام اباد کې د منصوبه بندۍ وفاقي وزير خسرو بختيار خبريالانو ته ويلي ول چې او پاکستان داواړه د سیپېک دایره کار پر پراخولو سلا شوي دي او د سږني کال د نومبر په مياشت کې د چين سفر کوي. نوموړي دا هم ويلي ول چې په اقتصادي راهدارۍ پروژو کې به نورو هېوادونو ته هم بلنه ورکوي.