د لاسرسي ځای

تازه خبر
په انتخاباتو کې میلیونونه خلکو رایې وکارولې
په انتخاباتو کې میلیونونه خلکو رایې وکارولې

په پاکستان کې د ووټونو غېر رسمي نتيجې راروانې دي

پراګ - په پاکستان کې میلیونونه خلکو د قامي او صوبايي اسمبلیو د استازو ټاکلو لپاره خپلې رایې وکارولې.

هلته په کوټه کې پر مشرقي بایپاس سړک له یوه سکول سره نېږدې ځانمرګی برید وشو چې پکې لږ تر لږه ۳۱ کسان وژل شوي او ۳۵ ژوبل دي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن تر دې پېښې وروسته په سیمه کې د ووټ اچولو عمل درولی وو چې شاوخوا دوه ساعته وروسته بحال شو.

لسګونه لاکه کسان ووټ اچوي

  • د پاکستان د ټولټاکنو لپاره میلیونونه خلک وروتلي ول او د قامي او څلورو صوبايي اسمبلیو د څوکیو ډکولو لپاره یې رایې وکارولې.
  • تر دې مخکې په ۲۰۱۳ز کال کې انتخابات شوي ول چې په نتیجه کې یې د پاکستان مسلم لیګ (ن) په مشرۍ وفاقي اېتلافي حکومت جوړ شوی وو.
  • د جولای د ۲۵مې انتخاباتو د امنیت لپاره څه د پاسه ۳۷۰،۰۰۰ پاکستانې سرتېري ځای پر ځای شوي چې د الېکشن کمېشن له وینا سره سم، د رایې ورکونې مرکزونو بهر او دننه یې دنده تر سره کړه.
  • له دې علاوه، شاوخوا پینځه لاکه نور پولیسان او د اېف سي، رېنجر او نورو ځواکونو سرتېري هم د عامه نظم ټینګولو لپاره ګمارل شوي ول.
  • په عمومي ډول، د انتخاباتو بهیر په امن تر سره شو خو په کوټه کې ځانمرګی برید وشو او په صوابۍ کې د دوو ګوندونو پلویانو په یو بل ډزې وکړې چې پکې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
  • د پاکستان په ځېنو نورو برخو کې هم هوايي ډزې وشوې او په ځېنو ځایونو کې د ځېنو بې قاعدګیو خبر هم ورکړل شو خو د الېکشن کمېشن ویاند مشال راډیو ته وویل چې ۸۰ فیصده شکایتونه واړه ول چې دوی سمدستي حل کړل.
  • د پاکستان انتخاباتي کمېشن وايي، په هېواد کې ټول شاوخوا ۱۰۶ میلیونه کسان د رایې ورکولو وړ ول.
  • کمېشن ویلي ول چې هر کس رایه ورکوي نو پولېنګ سټېشنو ته دې خپل اصلي شناختي کارډ او سلسله نمبر یوسي.
  • د پاکستان پر وخت د مازیګر تر شپږو بجو پورې به هر وړ کس دوه ووټونه واچول. د قامي اسمبلۍ د څوکۍ لپاره شين کاغذ او د صوبايي اسمبلۍ د استازي انتخاب لپاره سپین بیلېټ پېپر وکارول شو.
  • د ووټونو پر ټولو کاغذونو د ګوندونو او کاندیدانو نومونه او انتخاباتي نښې لیکلې وې.
  • له قانون سره سم، هر کس باید خپله رایه په راز کې کارولې وي او د انتخاباتو افسران یا په مرکز کې دننه ورته هېچا دا نشول ویلای چې چا ته ووټ ورکړي.

د پاکستان د انتخاباتو په اړه د مشال راډیو ژوندي معلومات به د شپې مهال او د جولای پر ۲۶مه هم درسره شریکوو.

۱۵:۱۱ ۲۵.۷.۲۰۱۸

د افغانستان د طلوع ټېلېوېژن مشر سعد محسني پر ټوېټر په یوه بیان کې ویلي دي چې د پاکستان حکومت په لومړي ځل د هغه ټېلېوېژن خبریال ته په هغه هېواد کې د خبریالۍ یا رپورټېنګ اجازه ورکړې ده او شبیر احمدي له هغه ځایه د انتخاباتو په اړه خبرونه ورکوي.

۱۵:۵۷ ۲۵.۷.۲۰۱۸

په بنو او شمالي وزيرستان کې انتخاباتي عمل

بنو: د قامي اسمبلۍ پر ۳۵مه حلقه د متحده مجلس عمل د کانديد او پخواني وزير اعلا اکرم خان دراني او د پاکستان تحريک انصاف د مشر عمران خان ترمنځ سيالي ده. په کليوالو سيمو کې د رايې اچونکو شمېر زيات او د ښاري سيمو هغه کم دی.

په بنو کې خبريالان وايي ، دوی ته د الېکشن کميشن له خوا اجازت نامې ورکړل شوي خو امنيتي سرتېري يې پولېنګ سټېشن ته نه پرېږدي. خو د دوی په خبره، امنيتي سرتېري بيا وايي چې الېکشن کمېشن ورته دغه هدايات ورکړي چې له چا سره موبايلونه يا کېمرې وي نو پولېنګ سټېشن ته دې نه پرېږدي.

شمالي وزيرستان: په ړومبي ځل دومره زیات کسان ووټ ورکولو ته ورغلي چې زیاتره یې ځوانان دي.

خو ځېنې خلک ګيله کوي چې ډېرې پولنګ سټېشنې د ميرامشا په کېنټ سيمه کې دي چې له وجې يې هلته د رايو اچونکو شمېر ډېر کم دی. ووټران کېنټ یا چاوڼۍ ته له ورتګ ډډه کوي او همدغه چې د غرمې تر ۱۲ بجو پورې، له میرامشا سره نېږدې پولېنګ سټېشن باندې يوازې ۲۲ ووټونه اچول شوي ول.

همداراز سهار داسې شکايتونه هم ول چې ځېنو پولنګ سټېشنو ته مهرونه هم نه وو وړل شوي. چارواکو هم دا خبر تاييد کړی او وايي، ځېنو پولېنګ سټېشنو ته د سهار تر پاو باندې اتو بجو وروسته مهرونه رسول شوي.

تر اوسه په شمالي وزيرستان کې د ناامنۍ پېښه نه ده شوې او د رايې اچونې عمل بغیر له ځنډ و خنډه روان دی.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG