- لیکوال/لیکواله اسرار عالم مومند
د مسلم ليګ (ن) مشر شهباز شريف ، د متحده مجلس عمل مشر مولانه فضل الرحمان او د پاکستان پيپلز پارټۍ يوې مشرې شيري رحمان له رسنيو سره په خبرو کې د انتخاباتو نتيجې رد کړي او تور يې پورې کړی چې په انتخاباتو کې درغلي شوې. شهباز شريف وويل چې دوی په دې لړ کې له نورو ګوندونو سره مشوره کوي او ډېر زر به خپله ايجنډه اعلان کړي.بلخوا فضل الرحمان هم ويلي چې ډېر زر په دې لړ کې ټول ګونديزه غونډه رابلي.
- لیکوال/لیکواله اسرار عالم مومند
بنو: د نا رسمي نتيجو له مخې د قامي اسمبلۍ په ۳۵ مه حلقه د پاکستان تحريک انصاف عمران خان په ۷۰ پولېنګ سټېشنو د ۲۴۵۱۷ ووټونو په ترلاسه کولو سره په وړومبې نمبر او د متحده مجلس عمل اکرم خان دراني د ۲۲۵۱۴ رايو په ترلاسه کولو سره په دوايم نمبر دی.
https://t.co/PnrU0BNrOe د عوامي نېشنل ګوند غړو مشال راډيو ته وويل چې د ۳۱ مې حلقې څخه د دوی کانديد غلام احمد بلور… https://t.co/DwepRFnuNT
— Mashaal Radio (@Mashaalradio) ۲۵.۷.۲۰۱۸
- لیکوال/لیکواله اسرار عالم مومند
بېښور: د عوامي نېشنل ګوند غړو مشال راډيو ته وويل چې د ۳۱ مې حلقې څخه د دوی کانديد غلام احمد بلور خپله ماتې تسليم کړه. په ياده حلقه د تحريک انصاف کانديد شوکت علي بريالی شو.