اسلام اباد: د نارسمي او غېر سرکاري نتيجو له مخې په ۵۴ مه حلقه د پاکستان تحريک انصاف اسد عمر په ۹،۰۹۱ رايو ترلاسه کولو سره په وړومبي نمبر او د مسلم ليګ (ن) انجم عقيل خان په ۴،۱۴۵ ووټونو سره په دوايم نمبر دی.
بلوچستان: د نارسمي او غېر حتمي نتيجو له مخې د قلعه سېف الله،ژوب او شېراني په شريکه حلقه ۲۵۷ مه د متحده مجلس عمل مولانه عبدالواسع د ۵،۳۵۵ رايو په ترلاسه کولو سره په وړمبي نمبر دی او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند کانديد الله نور په ۲،۷۶۴ ووټونو سره په دوايم نمبر دی.
ډېره اسماعيل خان: د قامي اسمبلۍ د ۳۹ مې حلقې د نا رسمي او غېر حتمي نتيجو له مخې د پاکستان تحريک انصاف کانديد محمد يعقوب په ۵۹۴۹ ووټونو سره په وړومبي او د متحده مجلس عمل کانديد مولانه فضل الرحمان په ۳،۴۶۶ ووټونو سره په دوايم نمبر دی.
شمالي وزيرستان: د قامي اسمبلۍ د ۴۸ حلقې د ۲۰ پولېنګ سټېشنونو د نارسمي او غېر حتمي نتيجو له مخې ازاد کانديد محسن داوړ د ۳۶۰۰ ووټونو په ترلاسه کولو سره په وړومبي او مولانه مصباح الدين په ۱۶۰۰ ووټونو سره په دوايم نمبر دی.