په توبه اڅکزۍ کې د انتخاباتي عمل په اړه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند شکایت
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یوه سیاستوال او سېنېټر عثمان خان کاکړ تور پورې کړی دی چې د بلوچستان په توبه اڅکزۍ سیمې د قامي اسمبلۍ پر ۲۶۳مې حلقې د ګوند له پلویانو څخه شناختي کارډونه اخیستل شوي او د رایې ورکولو مرکز تړل شوی دی.
کاکړ دا تور د بلوچستان انتخاباتي کمېشن ته په استولي لیک کې پورې کړی چې یوه خبریال او د ټولنیزو رسنیو فعال مالک اڅکزي پر ټوېټر خپور کړی دی.
په لیک کې د کوټې تر برید وروسته د ۱۲ پولېنګ سټېشنو د تړلو ادعا هم شوې او دا هم ویل شوي چې د ۲۶۳مې حلقې د مکو کڅ په یوه پولېنګ سټېشن کې د ووټ اچولو بهیر ورو دی او یوه رایه له ۳۵ تر ۴۰ منټونو پورې وخت اخلي.
کاکړ په لیک کې د انتخاباتي کمېشن له صوبايي مشره غوښتنه کړې چې د دې صورتحال نوټس دې واخلي.
صوبايي الېکشن کمېشن د سېنېټر عثمان خان کاکړ د دې لیک په غبرګون کې لا څه نه دي ویلي.
د مالک اڅکزي پر ټوېټر د خپور لیک انځور لاندې ووینئ.
په پېښور کې خلک رایه ورکوي People in Peshawar, northwest #Pakistan are casting their votes to elect their represent… https://t.co/NIFXNDTeU0
— Mashaal Radio (@Mashaalradio) ۲۵.۷.۲۰۱۸
د نوښار او کورمې انتخاباتي عمل
نوښار: د صوبايې اسمبلۍ پر ۶۵مه حلقه د عوامي نېشنل ګوند د ميا افتخارحسېن، د متحده مجلس عمل د طارق خټک، د پاکستان تحريک انصاف د ميا خليق الزمان او د پيپلز پارټۍ د داود خټک ترمنځ سيالي ده. دلته کې د نارامۍ کومه پېښه نه ده شوې.
د پاکستان الېکشن کمېشن د خېبرپښتونخوا د پخواني وزير اعلا او د پاکستان تحريک انصاف د يو مشر پرويز خټک له خوا د انتخاباتي کمپاين دوران د نازيبا الفاظو کارولو نوټس اخستی او په کومو څوکيو چې نوموړی ولاړ دی د هغو سرکاري نتېجې يې د اګست تر مياشتې ځنډولې دي.
الېکشن کميشن ويلي چې د اګست پر نهمه به د دغه نوټس په اړه فصله کېږي نو تر هغې وروسته به د نوښار د هغو دوو صوبايې حلقو او يوې قامي حلقې سرکاري نتيجې اعلانوي چې پرې پرويز خټک انتخاباتو ته ولاړ دی.
کورمه: د کورمې د قامي اسمبلۍ پر ۴۵مه حلقه د ووټرانو شمېر یو لاک ۶۵ زره دی.
۱۳۰ پولېنګ سټېشنې دي چې پکې ۳۶ یې د امنیت له پلوه حساسې دي.
د لېوي او ملېشې ځواک سرتېري ځای پرځای دي او یو شمېر کېمرې هم لګول شوي دي.
د جولای پر ۲۴مه، د دوو ګوندونو د پلويانو ترمنځ په نښته کې اووه کسان ژوبل شوي ول.
د شنډونې او ماڼوتوتکي سيمو خلکو ته د پولېنګ سټېشنو نه ورکولو له کبله د دې سيمو خلکو له ووټ اچولو انکار کړی او وايي د دادمير کلي پولېنګ سټېشن ته به د ووټ اچولو لپاره لاړ نشي.