په بنو او شمالي وزيرستان کې انتخاباتي عمل #PakistanElections2018 https://t.co/gM6ViHjyGI
— Mashaal Radio (@Mashaalradio) ۲۵.۷.۲۰۱۸
- لیکوال/لیکواله عمر وزیر
په بنو او شمالي وزيرستان کې انتخاباتي عمل
بنو: د قامي اسمبلۍ پر ۳۵مه حلقه د متحده مجلس عمل د کانديد او پخواني وزير اعلا اکرم خان دراني او د پاکستان تحريک انصاف د مشر عمران خان ترمنځ سيالي ده. په کليوالو سيمو کې د رايې اچونکو شمېر زيات او د ښاري سيمو هغه کم دی.
په بنو کې خبريالان وايي ، دوی ته د الېکشن کميشن له خوا اجازت نامې ورکړل شوي خو امنيتي سرتېري يې پولېنګ سټېشن ته نه پرېږدي. خو د دوی په خبره، امنيتي سرتېري بيا وايي چې الېکشن کمېشن ورته دغه هدايات ورکړي چې له چا سره موبايلونه يا کېمرې وي نو پولېنګ سټېشن ته دې نه پرېږدي.
شمالي وزيرستان: په ړومبي ځل دومره زیات کسان ووټ ورکولو ته ورغلي چې زیاتره یې ځوانان دي.
خو ځېنې خلک ګيله کوي چې ډېرې پولنګ سټېشنې د ميرامشا په کېنټ سيمه کې دي چې له وجې يې هلته د رايو اچونکو شمېر ډېر کم دی. ووټران کېنټ یا چاوڼۍ ته له ورتګ ډډه کوي او همدغه چې د غرمې تر ۱۲ بجو پورې، له میرامشا سره نېږدې پولېنګ سټېشن باندې يوازې ۲۲ ووټونه اچول شوي ول.
همداراز سهار داسې شکايتونه هم ول چې ځېنو پولنګ سټېشنو ته مهرونه هم نه وو وړل شوي. چارواکو هم دا خبر تاييد کړی او وايي، ځېنو پولېنګ سټېشنو ته د سهار تر پاو باندې اتو بجو وروسته مهرونه رسول شوي.
تر اوسه په شمالي وزيرستان کې د ناامنۍ پېښه نه ده شوې او د رايې اچونې عمل بغیر له ځنډ و خنډه روان دی.
په کوټه کې تر ځانمرګي برید وروسته د پېښې له ځای سره نېږدې انتخاباتي عمل بحال شوی دی. Voting resumes in #Quetta's po… https://t.co/V17jdoBeY8
— Mashaal Radio (@Mashaalradio) ۲۵.۷.۲۰۱۸
- لیکوال/لیکواله پامیر ساحل
د افغانستان د طلوع ټېلېوېژن مشر سعد محسني پر ټوېټر په یوه بیان کې ویلي دي چې د پاکستان حکومت په لومړي ځل د هغه ټېلېوېژن خبریال ته په هغه هېواد کې د خبریالۍ یا رپورټېنګ اجازه ورکړې ده او شبیر احمدي له هغه ځایه د انتخاباتو په اړه خبرونه ورکوي.